ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه د سولې لپاره طرحه جوړوي

ولسي جرګه د سولې لپاره طرحه جوړوي

author avatar
20 Apr 2013 - 15:59
ولسي جرګه د سولې لپاره طرحه جوړوي
author avatar
20 Apr 2013 - 15:59

کابل (پژواک ٣١ ورى ٩٢): ولسي جرګه د لومړي ځل لپاره له وسله والو مخالفينو سره د سولې لپاره يوه طرحه جوړوي او د پلي کولو لپاره يې حکومت ته سپاري.

د دې جرګې په نننۍ عمومې غونډه کې چې په هېواد کې د سولې پر روانې پروسې د بحث لپاره ځانګړې شوې وه، پرېکړه وشوه، چې د يادې طرحې جوړولو لپاره به يو کمېسيون جوړوي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازې شکريې بارکزۍ وويل، چې په افغانستان کې د سولې پروسه پر يوې سياسي پروژې بدله شوې ده.

هغې زياته کړه، چې دمګړۍ د سولې پروسه د هغو کسانو په لاس کې ده، چې پرون يې د خپلو ګټو په موخه د افغانستان يووالى له بربادۍ سره مخ کړى و او نن پر واک د پاتې کېدو لپاره سره يوځاى شوي دي.

بارکزۍ دا هم وويل، چې ايران او پاکستان هم په افغانستان کې سوله نه غواړي.

دې زياته کړه: ((ايران او پاکستان په افغانستان کې سوله نه غواړي، خو زموږ سياسيون ايران او پاکستان ته ځي د خپلو ګټو په خاطر د افغانستان خلک ليلام ته ږدي.))

هغې وويل، چې ولسي جرګه بايد د سولې لپاره يوه طرحه جوړه کړي او د پلې کولو لپاره يې حکومت ته وړاندې کړي.

په ولسي جرګه کې د غزني استازي عبدالقيوم سجادي هم وويل، چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د سولې پروسه بريالۍ نه وه.

هغه وايي، چې په هېواد کې د سولې راوستو لپاره ټينګه اراده شتون نه لري او د سولې لپاره جوړې شوې شوراګانې په سياسي سوداګريو بدلې شوې دي.

د افغانستان حکومت په ١٣٨٩ کال کې د استاد برهان الدين رباني په مشرۍ ٧٠ کسيزه د سولې عالي شورا جوړه کړې او اوس هم فعاليت لري.

 ځيني جهادي مشران، د ملي شورا يو شمېر غړي، د طالبانو د رژيم ځيني لوړ پوړي کسان او يو شمېر دولتي چارواکي د دې شورا غړيتوب لري.

د دې جرګې او جمعيت اسلامي ګوند پخوانى مشر برهان الدين رباني وړم کال د وږي په ٢٩مه په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو او اوس د يادې شورا مشري د هغه زوى صلاح الدين رباني کوي.

د سجادي په وينا، هېواد ته ځکه سوله نه راځې؛ چې د سولې لپاره کومه مشخصه طرحه او مېکانيزم شتون نه لري.

هغه زياته کړه: ((طالبانو ته هم افغان دولت ضعيف ښکاري، نو ځکه ورسره مذاکرات نه کوي او دا خو معلومه خبره ده، چې له ضعيف لوري سره څوک مذاکرات نه کوي.))

دى وايي، چې د افغان دولت سياسي مخالفين هم د سولې په برخه کې د حکومت پر خبرو باور نه کوي او د دغه باور پيدا کولو لپاره بايد افغان دولت، سياسي مخالفين او مدني ټولنې سره کېنې او د سولې په برخه کې يوه جامع طرحه، چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي، جوړه کړي او د پلې کولو لپاره يې حکومت ته وسپاري.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازى سيدمحمد اخندزاده هم وايي، چې په تېرو کلونو کې په هېواد کې د سولې پروسه ناکامه وه او په دې برخه کې ټول لګښتونه بې ځايه شوي دي.

هغه زياته کړه: ((طالب د لسو زرو کلدارو په بدل کې کس وژني، دغه د سولې پروسې پېسې طالبانو ته ورکړئ په خپله سوله راځي.))

په ياده جرګه کې د کابل استازي محمد داوود کلکانى وايي، چې پاکستان په افغانستان کې سوله نه غواړي او دلته يې جګړه روانه کړې ده.

د هغه په وينا، د پاکستان پوځ او استخبارات هڅې کوي، تر هغه په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي، څو داسې يو حکومت رامنځته کړي، چې په ټولو چارو کې د پاکستان تر لاس لاندې وي.

هغه زياته کړه: ((په افغانستان کې ډېرى طالبان د پاکستان د پوځ او استخباراتو ابزار (د لاس الې) دي.))

د ده په اند هغه مهال هېواد ته سوله راتلاى شي، چې پاکستان اړ کړاى شي تر څو په افغانستان کې له جګړې لاس واخلي او صادقانه د سولې له پروسې سره همکاري وکړي.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازي حميدزي لالي وويل: ((څوک وايي، چې د جګړې له لارې سوله نه راځي، تر هغه چې طالبان ضعيف نه شي له دولت سره سولې ته نه حاضريږي.))

لالي طالبان په دوو ډلو ووېشل او ويې ويل، چې يوه ډله طالبان له دولت نه نا راضي کسان دي او دويمه ډله يې هغه وسله وال طالبان دي، چې د پاکستان په حکم عمل کوي.

دى وايي، چې له نا راضي کسانو سره بايد د سولې خبرې وشي او د پاکستان تر حکم لاندې طالبانو پر وړاندې بايد ټوپک واخيستل شي، ترڅو کمزوري شي او سولې ته غاړه کېږدي.

خو د سولې د عالي شورا وياند او د ولسي جرګې غړى مولوي شهزاده شاهد بيا وايي، چې د سولې عالي شورا په تېرو څو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

هغه وايي، چې د دې شورا د هلو ځلو په لړ کې څو ځلې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر له د وسله والو مخالفينو له ځينو مشرانو سره خبرې وشوې.

شاهد زياته کړه: ((د سولې پروسه ساده نه ده او که د سولې شورا نه واى اوس به ستونزې ډېرې زياتې واى.))

دى وايي، چې په هېواد کې د سولې د راوستو لپاره د سولې عالي شورا د سياسي ګوندونو له مشرانو، د ملي شورا له غړو، قومي مشرانو، نړيوالې ټولنې او نورو بنسټونو سره هم خبرې روانې کړې دي.

د هغه په اند، غوره ده چې د سولې عالي شورا د کړنو په اړه د منفي څرګندونو پر ځاى بايد دې شورا ته يوه طرحه ورکړل شي، ترڅو له مخې يې د سولې د راوستو لپاره هلې ځلې وکړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال ميرويس ياسيني هم وويل، چې په تېرو کلونو کې په هېواد کې د سولې پروسه بريالۍ نه وه.

د هغه په وينا، د ولسي جرګې د مرکزي پلټنې، کورني امنيت، نړيوالو چارو او تقنين کمېسيونونو له درېيو، درېيو غړو او د جرګې د نورو کمېسيونونو له يو، يو غړي دې يو بل کمېسيون جوړ شي، تر څو د سولې لپاره يوه طرحه برابره کړي.

هغه وايي، چې پر دې طرحه به د جرګې په عمومي غونډه کې هم بحث وشي او تر تصويب وروسته به د پلې کولو لپاره حکومت واستول شي.

ياسيني وويل: ((جرګه به له خپلې دې مصوبې څخه په کلکه دفاع وکړي ترڅو هېواد ته سوله راشي.))

د جرګې په نننۍ غونډه کې شاوخوا١٤٠ تنو برخه اخيستي وه، چې د ياسيني دخبرو د تاييد لپاره ټولو شنه کارتونه پورته کړل.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.