ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې د بڼوالۍ ، مالدارۍ او اوبو لګولو پروژې پلې کيږي

author avatar
21 Apr 2013 - 18:36
author avatar
21 Apr 2013 - 18:36

ميمنه ( پژواک،د غويي لومړۍ نېټه ٩٢): د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت په فارياب کې د بڼوالۍ ، مالدارۍ ، اوبو لګولو او سولې له پروسې سره د يو ځاى شويو کسانو لپاره د کار موندنې پروژې پلې کوي.

دا څرګندونې د کرنې ، مالدارۍ او اوبو لګولو وزير محمداصف رحيمي نن فارياب ته د سفر پر مهال د دې ولايت په مرکز کې د ولايتي چارواکو ، پراختيايي شوراګانو د غړو او خلکو د استازو په ګډون په جوړه شوې غونډه کې  وکړې.

دى وايي، په هغه سروې کې به ، چې دا مهال د انجنيرانو يوه ډله پرې بوخته ده ،  څرګنده شي چې په دې ولايت کې د څومره وړو بندونو جوړولو ته اړتيا ده .

د رحيمي په وينا، تر سروې وروسته به شته امکاناتو ته په پام سره په دې ولايت کې د بندونو د جوړولو اقدام وشي.

هغه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې په دې ولايت کې ٨٦ نمونوي باغونه جوړ شوي او ددې باغونو پايلو ته په پام سره به په دې ولايت کې نور باغونه هم جوړ شي .

دغه راز وزير زياته کړه ، چې په دې ولايت کې به د هغو کسانو لپاره کار موندنه وشي، چې د سولې له پروسې سره يو ځاى کيږي.

چارواکي وايي، چې تر دې مهال په دې ولايت کې تر ٢٦٠ ډېر د دولت وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي .

 د فارياب والي محمدالله بتاش په نننۍ ناسته کې وويل، چې تر اوسه په دې ولايت کې د کرنې په برخه کې بنسټيزو چارو ته پاملرنه نه ده شوې.

د ده په وينا، که د دې ولايت د پښتون کوټ ولسوالۍ د “خشت پُل” بند جوړ شي ، نو د دې ولايت په ٧ ولسواليو کې به د اوبو دکمښت ستونزه له منځه ولاړه او ورسره به د کرنيزو توکو د توليد کچه ډېره لوړه شي .

 د هغه د څرګندونو له مخې ، په دې ولايت کې نورې هم دې ورته پروژې شته ، چې بايد پاملرنه ورته وشي.

 ده نيوکه وکړه، چې د ډېرو پروژو تړونونه په مرکز کې کيږي او ولايتي چارواکي يې په اړه هېڅ معلومات نه لري.

د دې ولايت د کوهستان ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر غلام جيلاني کوهستاني  وويل، چې د دې ولايت اتيا سلنه خلک په کرنه بوخت دي او بايد دې برخې ته ډېره پاملرنه وشي.

ده وړانديز وکړ، چې په دې ولايت کې بندونه او د شاتو د مچيو فارمونه جوړ شي ، د کرنې په برخه کې بنسټيزې پروژې پلې شي او په ولسواليو کې د بزګرانو لپاره د پور ورکولوبانکونه رامنځته شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.