ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې شپږ سيمه ييز پوليس ووژل شول

غزني کې شپږ سيمه ييز پوليس ووژل شول

author avatar
21 Apr 2013 - 11:00
غزني کې شپږ سيمه ييز پوليس ووژل شول
author avatar
21 Apr 2013 - 11:00

غزني (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٢): چارواکي وايي، د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د يوې دسيسې له مخې شپږ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د ده يک ولسوال حاجي فضل احمد د غويي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، دغه کسان نن سهار وختي د تاسن په کلي کې د خپل ملګري عبدالرازق له لوري وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو تن ټپي شوى هم دى او بل يې ژوندى له ځان سره وړى دى.

ولسوال د غويي په لومړۍ  پژواک اژانس ته وويل ، عبدالرازق له وسله والو سره اړيکې لرلې او د خپلو ملګرو تر وژل کېدو وروسته طالبانو ته تښتېدلى.

د نوموړي په خبره، د وژل شوو پوليسو وسلې بريد کوونکي  له ځان سره وړې دي.

ده يک د غزني په ختيځ  اتلس کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده، چې شاوخوا درې مياشتې مخکې سيمه ييزو پوليسو په کې فعاليت پيل کړ.

وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په ده يک کې يې د تاسن پوستې د قوماندان دريا خان په ګډون ١٣ سيمه ييز پوليس وژلي دي.

مجاهد زياته کړې، د وژل شوو پوليسو وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې مخکې د ده يک په ګاونډ اندړو ولسوالۍ کې طالبانو ١٣ پاڅون کوونکي وژلي وو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.