ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې درې تنه وژل شوي دي

په فارياب کې درې تنه وژل شوي دي

author avatar
21 Apr 2013 - 13:48
په فارياب کې درې تنه وژل شوي دي
author avatar
21 Apr 2013 - 13:48

ميمنه ( پژواک د غويي لومړۍ نېټه ٩٢) : چارواکي وايي، د فارياب ولايت په بېلابېلو سيمو کې له تېرې ورځې راهيسې يو ملکي وګړى او  دوه امنيتي کسان  وژل شوي دي .

د دې ولايت د دولت اباد ولسوال عبدالسلام نزهت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناپېژانده وسله والو د دې ولسوالۍ په خيراباد سيمه کې د  عبدالستار په نوم يو تن وواژه.

د هغه په وينا، عبدالستار مخکې د سي آى پي ( CIP ) په نوم له هغې ډلې سره کار کاوه ، چې امريکايي ځواکونو تمويلول .

خو دى وايي، ستار وروسته له هغه چې امريکايي ځواکونه له دې ولايت څخه وتلي ، په افتخاري ډول په يوه امنيتي پوسته کې کار کاوه .

يوې امنيتي سرچينې ،چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، وويل، چې ستار په ياده سيمه کې د خپل کور مخې ته د وسله والو په کمين کې وژل شوى دى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې ستار د “اربکيانو” قوماندان و او د دوى کسانو وژلى   دى .

د نزهت  د معلوماتو له مخې ، د دولت اباد ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ يو تن پوليس هم  نن سهار ووژل شو.

د ده په وينا ، دغه پوليس د رخصتۍ لپاره د دې ولايت په سبزپوش ولسوالۍکې خپل کور ته تللى و او نن د بېرته ستنېدو پر مهال په همدې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په کمين کې ووژل شو.

د سبز پوش ولسوال وايي، چې دغه پوليس د دې  ولسوالۍ په بادغيسي کلي کې وژل شوى او وسله يې هم وسله والو مخالفينو وړې ده .

طالبانو  ويلي ، چې دغه تن دوى وژلى دى .

دغه راز د فارياب د شېرين تګاب ولسوال سيدلقمان وايي، چې تېره ورځ وسله والو د دې ولسوالۍ په جلاير سيمه کې يو ٤٠ کلن  ملکي وګړى وژلى دى .

هغه وايي، دغه تن کومه دولتي دنده نه لرله او غره ته د سون لپاره د لرګيو د راټولولو په موخه تللى و ، چې ووژل شو.

د ياد ولو ده ، چې  تېره ورځ وسله والو طالبانو ددې  ولايت په قيصار ولسوالۍ کې  د جنبش پخوانى قوماندان آقا رحيم وژلى و .

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.