ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د قيصار ولسوالۍ د خواجه کيتني سيمه نيولې

طالبانو د قيصار ولسوالۍ د خواجه کيتني سيمه نيولې

author avatar
22 Apr 2013 - 12:19
طالبانو د قيصار ولسوالۍ د خواجه کيتني سيمه نيولې
author avatar
22 Apr 2013 - 12:19

ميمنه (پژواک ٢ غويى ٩٢): وسله والو طالبانو تېره شپه د فارياب ولايت  د  قيصار ولسوالۍ اړوند د خواجه کيتني سيمه له سيمه ييزو پوليسو نيولې ده.

په سيمه کې د يادو پوليسو قوماندان سيد شاهرخ شاه جناب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې طالبانو تېره شپه په دې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر مرکز بريد وکړ.

د ده په وينا، سيمه ييز پوليس په ياده سيمه کې شا تګ ته اړ شوي، خو د دې ولسوالۍ په باشلمست او شاخ سيمو کې  دا مهال ( له غرمې مخکې نږدې لس نيمې بجې) له وسله والو مخالفينو سره نښته روانه ده.

جناب له دولتي ځواکونو وغوښتل، چې مرستې ته يې ورشي.

په فارياب کې  د ٢٠٩ شاهين قل اردو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال محمدحامد وايي، چې يادې سيمې ته د ملي اردو ٢٠٠ سرتېري استول شوي او نور هم ور روان دي، تر څو ياده سيمه بېرته له طالبانو ونيسي.

د يادو نښتو د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېلې څرګندونې کېږي.

د جناب د معلوماتو له مخې، تر اوسه په دې نښتو کې ٥ طالبان او دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او درې پوليس ټپيان دي.

د ولايتي شورا منشي سيد عبدالباقي هاشمي وويل، چې په دې جګړه کې يو محلي پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي او دوه رينجر  موټر يې د طالبانو لاسته ورغلي دي.

خو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وايي، چې د دوى رينجر د طالبانو لاسته نه دى ورغلى.

بلخوا د قيصار د سيمه ييزې شورا مشر احمد فواد وايي، د ده د معلوماتو له مخې، په  يادو  نښتو کې درې پوليس وژل شوي ، دوه ټپيان او پنځه نور طالبانو نيولي دي.

د ده په وينا، د سيمه ييزو پوليسو په  منځ  کې د مالي فساد شتون د دې لامل شوى چې ځيني يې  دې ته  لاره برابره کړي، چې ياده سيمه طالبان ونيسي.

سيدعبدالباقي هاشمي بيا وايي، چې د سيمه ييزو پوليسو خپل منځي اختلافونه د دې لامل شوي چې دغه سيمه د طالبانو تر ولکې لاندې راشي.

خو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان دغه څرګندونې سمې نه بولي او وايي، چې د طالبانو له خوا د يادې سيمې د نيولو لامل دا دى چې طالبانو له ځان سره هاوان، دهشکه او ار پي جي ٧ راکټونه لرل اوسيمه ييزو پوليسو سره يواځې سپکې وسلې وې.

وسله والو طالبانو د قيصار د يادو نښتو په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.