ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې درې پوليس ووژل شول

په فارياب کې درې پوليس ووژل شول

author avatar
22 Apr 2013 - 14:53
په فارياب کې درې پوليس ووژل شول
author avatar
22 Apr 2013 - 14:53

ميمنه (پژواک ٢ غويى ٩٢):  يوه پوليس سرتېري د فارياب په غور ماچ ولسوالۍ کې خپل درې پوليس ملګري وژلي او يو بل يې ټپي کړى دى.

د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال نبي جان ملاخېل پژواک خبري اژانس ته  وويل، چې ياده پېښه تېره شپه د هرات – ميمنې پر لويه لاره د پوليسو په يوه  پوسته کې رامنځ ته شوې ده.

هغه وويل، چې ټپي شوى تن د يادې پوستې قوماندان دى.

نوموړي زياته کړه، چې بريدګر پوليس علاوالدين نومېږي او پر خپلو ملګرو له بريد وروسته تښتېدلى دى.

هغه له نورو جزئياتو پرته وويل، چې ياده پېښه په پوسته کې د پوليسو د خپلمنځي اختلافاتو له امله رامنځ ته شوې ده.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې علاوالدين د دوى ارتباطي تن و او څلور پوليس يې وژلي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.