کابل (پژواک ٣ غويى ٩٢): ولسمشر حامد کرزی د افغانستان، پاکستان او امريکا ترمنځ په درې اړخيزه ګډه غونډه کې د ګډون په موخه بلجيم ته روان شو.
له ارګ څخه د غويي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د افغانستان، پاکستان او امريکا ترمنځ په درې اړخيزه ګډه غونډه کې د ګډون په موخه نن سهار د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د بلجيم پلازمېنې بروکسل ته روان شو.
سرچينې زياته کړې، چې د بروکسل په درې اړخيزه غونډه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو، د سولې د بهير، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړيکو کې د وروستيو رامنځته شوو ستونزو او په ځانګړې توګه د ننګرهار د ګوشتې په ولسوالۍ کې د ډيورند د کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د سرحدي دروازې جوړېدو پر څرنګوالي بحث او خبرې اترې وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له ولسمشر کرزي سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمی رسول، د ملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، د ولسمشرۍ د عالي مقام د دفتر رييس عبدالکريم خرم او د ولسمشر وياند اېمل فيضي ملګرتيا کوي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن