ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې پراخ فساد د بيارغونې مخه نيولې

په غزني کې پراخ فساد د بيارغونې مخه نيولې

author avatar
23 Apr 2013 - 11:23
په غزني کې پراخ فساد د بيارغونې مخه نيولې
author avatar
23 Apr 2013 - 11:23

غزني (پژواک ۳ غويى ۹۲): د غزني د ولايت او ولايتي شورا مرستيالان وايي، چې د دغه ولايت دولتي ادارې او د ولايتي بيارغونې ډله په اداري فساد کې ښکېلې دي.

مرستيال والي محمدعلي احمدي وايي، چې په غزني کې د پراختيايي پروژو نه پلي کېدل او د کيفيت ټيټوالى د اداري فساد له امله دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې د پراختيايي پروژو تړونونه د پټو معاملو او نورو اړيکو له مخې ورکول کېږي.

هغه زياتوي، په ولايتي اداره کې هم فساد شته، د دغه فساد او پټو اړيکو ريښې په مرکز او وزارتونو کې دي، چې مخنيوى يې ناشونى دى.

هغه وزارتونه تورن کړل، چې په تېرو لسو کلونو کې يې په غزني کې د پنځه زره ډالرو په لګښت پروژې هم نه دي پلې کړې، ده يې لامل اداري فساد وباله.

احمدي زياتوي، په ٢٠١٢ کال کې د ولايتي بيارغونې ډلې په غزني کې د شل ميليونه امريکايي ډالرو په اندازه د پروژو د پيل ژمنه کړې وه، خو پرژوې پلې نه شوې او دغه ژمنه هم بېرته واخيستل شوه.

د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع هم وايي، چې د غزني په ادارو کې فساد خپله لمنه غوړولې، دولت د دې توان نه لري ، چې اداري فساد له منځه يوسي.

د نوموړي په خبره، په غزني کې اداري فساد مافيايي ډلو رامنځ ته کړى، شخصي او عامه ځمکې يې د ښارګوټو جوړولو په نوم لاندې کړې دي.

جامع پژواک اژانس ته وويل، چې اوس بايد په غزني کې د پنځو ښارګوټو ځمکه وېشل شوې واى، خو مافيايي کړۍ دي، چې د ځمکو د وېش مخه نيسي او همدغو کړيو د والي ذهنيت ته هم بدلون ورکړى دى.

د ده په خبره، د څو ولسواليو د امنيه قوماندانيو ودانۍ په ٢،٢ ميليونه امريکايي ډالره جوړيږي، په داسې حال کې چې د دغو ودانيو لګښت تر ٣٠٠ زره امريکايي ډالره زيات نه راځي.

هغه زياته کړه، د ده يک ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ ودانۍ د کار بندولو هڅه يې وکړه، خو د کورنيو چارو وزير ورته ټېلېفون وکړ او غوښتنه يې وکړه، چې په کار کې خنډ پيدا نه کړي.

د ولايتي شورا د مرستيال په خبره، په اداري فساد کې ښکېل درې رييسان يې څارنوالۍ ته ورپېژندلي، خو څارنوالي يې د نيول کېدو او دوسيې د جوړېدو زړه نه شي کولى.

د غزني ښار اوسېدونکې کبرا متين وايي، څو ځلې د ښوونکې په توګه د مقررۍ لپاره پوهنې رياست ته ورغلې، خو چارواکو تر هر څه مخکې د مقررۍ په بدل کې د پيسو غوښتنه کړې ده.

دې زياته کړې، د ښوونځي د مديريت بست ته کاندېده وه، خو تر ازموينې مخکې ورته وويل شول، چې د پنځوس زره افغانيو په بدل کې به دنده ورکول کېږي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.