ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هوايي بريد کې اوه وسله وال ووژل شول

په هوايي بريد کې اوه وسله وال ووژل شول

author avatar
23 Apr 2013 - 16:08
په هوايي بريد کې اوه وسله وال ووژل شول
author avatar
23 Apr 2013 - 16:08

غزني (پژواک ۳ غويى ۹۲): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايې بريد کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني وايي، چې بريد نن غرمه د ناټو ځواکونو چورلکو ترسره کړى دى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې بريد د الوخېلو په سيمه کې شوى، خو ملکي خلکو ته په کې زيان نه دى رسېدلى.

په دې ولسوالۍ کې دوه ورځې مخکې وسله والو د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوسته په بريد کې شپږ پوليس ووژل او د هغوى وسلې يې له ځان سره يوړې.

ده يک د غزني په نا امنه ولسواليو کې راځي، چې له مرکزه ختيځ ته په اتلس کيلومترۍ کې پرته ده.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.