بروکسل ( پژواک ٤ غويى ٩٢ ) : ناټو له پاکستان څخه وغوښتل ، چې په خپله خاوره کې د هغو وسله والو سخت دريځو پر ضد اقدامات وکړي، چې پر افغانستان بريدونه کوي.
دغه څرګندونې د ناټو سازمان لوى سرمنشي انډرس فوغ راسموسن پرون ناوخته د بلجيم په پلازمېنه بروکسل ښار کې د دغه سازمان په مقر کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په پاى کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
په دغه غونډه کې د ناټو د ٢٨ او د ايساف د ٢٢ غړيو هېوادونو په ګډون د افغانستان او روسيې استازو د بهرنيو چارو وزيرانو برخه اخيستې وه.
د ناټو راسموسن ددې غونډې په پاى کې د يوې خبرې غونډې پر مهال وويل، چې ناتو او ايساف په ګډه په دې غونډه کې تر ٢٠١٤ کال وروسته يې په افغانستان کې دناټو د نوي ماموريت د پلانونو په اړه يې ګټورې خبرې وکړې.
هغه زياته کړه : (( افغانستان ته د وروستي سفر پر مهال مې افغان امنيتي ځواکونه له نږدې څخه وليدل، هغوى ډېر پرمختګ کړى او ښه پياوړي شوي دي. ))
نوموړي وويل ، چې دغه ځواکونه به په نږدې راتلونکي کې د ټول افغانستان امنيت او د جنګونو قومانده پر غاړه واخلي او دا د افغانستان او نړيوالې ټولنې لپاره لويه لاسته راوړنه ده.
راسموسن زياته کړه، چې ايساف له تېرو ١١ کلونو راهيسې په افغانستان کې خپل مسووليتونه په ښه توګه ترسره کړل ، افغان چارواکو او امنيتي ځواکونو سره يې په بېلا بيلو برخو کې همکاري کړې ده .
د ناټو سرمنشي ويلي :(( موږ خپل دغه مسووليت د افغان حکومت په غوښتنه ، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا تر اجازې وروسته ترسره کړى دى. ))
هغه زياته کړې، ډېر کارونه پاتې دي، چې بايد ترسره شي او يو شمېر ننګونې هم شته ، خو د هغه هدف لپاره چې نړيوالې ټولنې هلې ځلې کولې، را نږدې شوى دى.
د ناټو سرمنشي وايي، چې دوى له افغانستان سره تر ٢٠١٤ کال پورې او تر هغه وروسته خپلو مرستو او همکاريو ته ادامه ورکوي.
نوموړي وويل چې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په دې غونډه کې موافقه وشوه، چې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې راتلونکې مرستې به په روڼوالي او حساب ورکونې سره لګول کېږي .
خو نوموړي زياته کړه ، چې افغان حکومت هم بايد نړيوالې ټولنې سره د ښې حکومتدارۍ، اداري فساد پر ضد مبارزه، رڼو ټاکنو ترسره کولو او د ښځو د حقوقو په اړه خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
راسموسن په دې خبري غونډې کې ديوې پوښتنې په ځواب کې له پاکستان څخه وغوښتل ، چې په خپل هېواد کې د هغو وسله والو سخت دريځو پر ضد اقدامات وکړي، چې پر افغانستان بريدونه کوي.
هغه يوځل بيا خپل دريځ تکرار کړ او ويې ويل ، چې په پاکستان کې د ترهګرو او وسله والو خوندي پټنځايونه شته دي.
د ناټو سرمنشي وويل : (( اصلي ستونزه داده، چې دغه وسله وال راځي په افغانستان کې بريدونه کوي او بيا بېرته دپاکستان خاورې ته تښتي.))
د هغه په وينا، د پولې له پورې غاړې دغو بريدونو سره په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د ناټو هلې ځلې زيانمنوي .
راسموسن وويل ، چې ددې بريدونو لپاره به ناټو خپلې جګړې ته شدت ورکوي.
نوموړي زياته کړه، چې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د پاکستان له حکومت او پوځ څخه وغوښتل ، چې په خپلو سرحدي سيمو کې د وسله والو سخت دريځو پر ضد اقدامات وکړي.
د هغه په وينا، ناټو يواځې په افغانستان کې نه ، بلکې په ټوله سيمه کې د امنيت اوثبات لپاره د پاکستان همکاريو ته اړيتا لري.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن