ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د طوفان له امله دایساف پنځوس چورلکې ویجاړې شوې

په کندهار کې د طوفان له امله دایساف پنځوس چورلکې ویجاړې شوې

author avatar
25 Apr 2013 - 21:36
په کندهار کې د طوفان له امله دایساف پنځوس چورلکې ویجاړې شوې
author avatar
25 Apr 2013 - 21:36

کابل ( پژواک ۵ غویی ۹۲ ) : دافغانستان په سویل کې د څو ورځې مخکې ‌طوفان  او باران له امله د ناټو تر ۵۰ پورې چورلکې ویجاړې شوې دي.

په کابل کې د ایساف ځواکونو  مطبوعاتي دفتر دغویي په ۵ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په کندهار کې د وړمې ورځې د طوفان له امله ددوی یو شمیر چورلکې ویجاړې شوې دي، خو کره شمیره یې ونه ښوده.

سرچینې زیاته کړې چې ایساف د طوفان له امله درا پیدا شویو ستونزو د هواري لپاره جدي اقدامات کړي دي.

بلخوا امریکایي تلویزیون ( فاکس نیوز) د غویي په ۵مه،  خبر ورکړی چې دا طوفان د غویي په ۳مه، دافغانستان په سویلي ولایت کندهار راغلې وه چې له امله یې د کندهار په هوایي ډګر کې تر ۵۰ پورې چورلکې چې ډیری یې دامریکایي ځواکونو دي ، ویجاړې شوې دي.

سرچینې په افغانستان کې د میشتو ایساف ځواکونو دیوه چارواکي په حواله لیکلي ددوی ځواکونو له دې ‌طوفان څخه اغیزمن شوي، خو دوی ته اړینې مرستې رسول شوي دي.

خو د ایساف سرچینې د امنیتي ملحوظاتو له امله د زیانمنو شویو چورلکو شمیره او په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.

خو د کندهار په هوایي ډګر کې دایساف یوه سرتیري چې د نوم څرګندولو يې ډډ کړې، فاکس نیوز رسنۍ ته ویلي چې په دومره زیات شمیر چورلکو ویجاړیدو سره په سویل کې دایساف فعالیتونه محدود شوي دي.

دغه سرتیري زیاته کړې چې د طوفان او باران له امله تر ۵۰ پورې چورلکې ویجاړ شوې او له فعالیت څخه پاتې شوې، خو د ترمیم چارې یې پیل شوې دي.

دکندهار ښاروال په همدې ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سخت باد، باران او ګلۍ له امله د کندهار ښار په بیلا بیلو سیمو او ولسوالیو کې زیانونه اوښتي دي.

هغه زیاته کړې چې د طوفان له امله یو ماشوم مړ، یو شمیر کسان ټپیان او ډیرو کورونو او کروندو ته هم زیانونه اوښتي دي.

 

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.