کابل ( پژواک ٦ غويى ٩٢ ) : د افغانستان په اړه د استانبول د پروسې اړونده د اسيا زړه هېوادونوکنفرانس نن د قزاقستان په پلازمېنه الماتا کې جوړېږي .
د قزاقستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې په دې غونډه کې به د اسيا د يو شمېر هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او نور استازي ګډون وکړي.
سرچينې زياته کړې، چې د دې غونډې پرانېسته به د قزاقستان د ولسمشر نورسلطان نظربايوف له وينا سره وشي.
سرچينه وايي،چې په دې غونډه کې دافغانستان، پاکستان، روسيې، تاجکستان، ترکيې، متحده عربي اماراتو او هندوستان په ګډون د ١٤ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د يو شمېر نورو هېوادونو او ١١ نړيوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.
د افغانستان په اړه د استانبول پروسه د ٢٠١١ زېږديز کال په نومبر مياشت کې د استانبول له نړيوال کنفرانس وروسته پيل شوې ده.
په دې غونډه کې دافغانستان او دسيمې د سياسي او اقتصادي پرمختګونو په اړه خبرې کېږي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي څو ورځې مخکې په يوه خبري غونډه کې ويلي و ، چې د الماتا په غونډه کې د افغانستان د شپږو ګاونډيو هېوادونو ترڅنګ د اوو نورو اسيايي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او ديو شمېر نړيوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.
هغه زياته کړې وه، چې په دې کنفرانس کې به د سيمې د هېوادونو ترمنځ د باور د فضا رامنځته کولو او د سيمه ييزو ستونزو د هواري په اړه خبرې وشي .
د موسى زي په وينا، په دې غونډه کې دغه راز پر ترهګرۍ ، له طبعي پېښو سره پر مبارزې، د سيمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو پر پياوړتيا او يو شمېر نورو موضوعاتو بحثونه کېږي .
د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې دا کنفرانس د استانبول د نړيوال کنفرانس د پرېکړو په تعقيب جوړېږي .
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن