کابل ( پژواک ٦ غويى ٩٢ ) : د فارياب پر المار ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو په يوه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او ١٥ يې بندي کړي دي.
د المار ولسوال محمد صالح صالح د غويي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسلوالو طالبانو تېره شپه ددې ولسوالۍ پر مرکز او بيلا بيلو سيمو بريدونه کړي وو.
هغه زياته کړه چې په دې بريد کې ٣٠٠ طالبانو برخه اخيستې وه او له ټول ولايت څخه د حشر په توګه دې بريدونو لپاره راټول شوي وو.
د ولسوال په وينا، په دې بريد کې پنځه پوليس او يو وسلوال طالب ووژل شول او ١٥ نور اربکي پوليس يې له ځانه سره ژوندي وړي دي.
نوموړى وايي چې د سيمې اوسېدونکو ١٥ کسان د خپلو سيمو دساتنو لپاره ګومارلي وو، خو وسله او امکانات دولت ورکړي وو.
ده زياته کړه چې دا بريد د ولسوالۍ د قره غويلي په سيمه کې شوى و.
طالبانو ويلي چې په دې نښته کې د مرګ ژبلې ترڅنګ ١٢ پوليس ورسره يو ځاى شوي دي
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن