ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبان دې د ملکي وګړو ژوند او ټولګټو تاسيساتو ساتنې ته پام وکړي”

“طالبان دې د ملکي وګړو ژوند او ټولګټو تاسيساتو ساتنې ته پام وکړي”

author avatar
27 Apr 2013 - 14:13
“طالبان دې د ملکي وګړو ژوند او ټولګټو تاسيساتو ساتنې ته پام وکړي”
author avatar
27 Apr 2013 - 14:13

کابل (پژواک ٧ غويى ٩٢): وسله والو طالبانو د ((خالد بن وليد)) په نوم د نوو پسرلنيو عملياتو د پيل پر مهال له خپلو ملګرو غوښتي، چې د ولسي خلکو د ځان او مال او ټولګټو تاسيساتو خونديتوب ته پاملرنه وکړي.

د وسله والو طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د غويي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خالد بن وليد په نوم دغه نوي عمليات سر له سبا (د غويي اتمه) په ټول هېواد کې پيلېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو عملياتو په جريان کې ټولو طالبانو ته  د ولسي خلکو د ځان ، مال، ولسي شتمنيو او ټولګټو تاسيساتو د خونديتوب  جدي او قاطع دستور ورکړل شوى دى.

دغه راز طالبانو په دې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي، چې د ولسي تلفاتو د مخنيوي په غرض د بهرنيو ځواکونو له مرکزونو، له هغوى سره له کار کولو او د هغوى له مرکزونو دې  لري و اوسي.

دوى زياته کړې، چې سږني پسرلني عمليات به د کميت او کيفيت په لحاظ په ځانګړيو تکتيکونو مشتمل وي  او په ځواکونو کې د نفوذي کسانو په مرسته به عمليات ترسره کوي.

طالبانو په دې اعلاميه کې د بهرنيو ځواکونو تر بشپړ وتلو پورې روانې جګړې ته د ادامې هوډ څرګند کړى دى.

خو  د افغانستان د ملي دفاع وزارت د وسله والو طالبانو دغه خبرپاڼه او نوي عمليات هسې پروپاګنډ او تبليغات بولي او زياتوي چې ملي ځواکونه تر وخت پخوا ډېر پياوړي شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ملي ځواکونه د دې وړتيا لري چې د وسله والو مخالفينو هر ډول بريدونه او ګواښونه له منځه يوسي.

هغه زياته کړې، چې وسله وال طالبان د عامو خلکو پر وړاندې له هر ډول فعاليت څخه کار اخيستى او تر اوس يې ملکي وګړي په نښه کړي دي.

عظيمي وايي: ((دغه ترهګره ډله تل پر ملکي وګړو بريدونه او چاودنې کړې دي، خو ملي ځواکونه تل د خپل ولس ددفاع لپاره مبارزه کړې ده.))

د نوموړي په وينا، د طالبانو نوي علميات د رواني جګړې يوه برخه ده او غواړي چې د خلکو په منځ کې وېره خپره کړي.

Visits: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.