کندهار ښار (پژواک ٧ غويى ٩٢): د کندهار چارواکي وايي، چې په سپين بولدک ولسوالۍ کې يو ځانمرګى بريدګر په داسې حال وژل شوى، چې تازه د پاکستان له خاورې را اوښتى و.
د کندهار د والي وياند جاوېد فيصل د غويي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن غرمه په ١٢ بجې او ١٥ دقيقو رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، يو ځانمرګى چې تازه د پاکستان له خاورې سپين بولدک ولسوالۍ ته را دننه شوى و، له پولې د افغانستان لور ته په شل مترۍ کې سرحدي پوليسو پېژندلى و.
د نوموړي په وينا، ياد ځانمرګي د پوليسو له خوا د درېدو له امره سرغړونه کړې وه، چې پوليسو پرې ډزې کړې او په ځان کې له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ يې چاوېدلى دى.
فيصل وايي، چې په دې پېښه کې بريدګر وژل شوى او او دوه لاروۍ (ښځه او نجلۍ) ټپيانې شوې دي.
هغه زياتوي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن