ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د بروکسل په غونډه کې د کياني لهجه ګواښمنه وه”

“د بروکسل په غونډه کې د کياني لهجه ګواښمنه وه”

author avatar
29 Apr 2013 - 12:26
“د بروکسل په غونډه کې د کياني لهجه ګواښمنه وه”
author avatar
29 Apr 2013 - 12:26

کابل (پژواک ٩ غويى ٩٢) : د پاکستان د پوځ مشر اشفاق کياني د بروکسل په درې اړخيزه غونډه کې ولسمشر حامدکرزي ته په ګواښمنه توګه ويلي ، چې فکر دې وي په افغانستان کې د جنګ فصل شروع کيږي .

دغه څرګندونې يوه لوړ پوړي حکومتي چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط د غويي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

د بروکسل درې اړخيزه غونډه ، چې د افغانستان ، پاکستان او امريکايي چارواکو په کې ګډون درلود، د غويي په څلورمه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې ترسره شوه.

دغه چارواکي وويل ، چې ددغې غونډې پر مهال د پاکستان دپوځ مشر جنرال کياني ولسمشر کرزي ته په ګواښمنه توګه وويل، چې په افغانستان کې  د جګړې موسم پيلېدونکى دى.

د سرچينې په وينا، کياني هڅه کوله، چې په دې خبرې سره ولسمشر کرزى تر فشار لاندې راولي.

سرچينه زياته کړه : (( ددې غونډې پر مهال د کياني لهجه ګواښمنه وه.))

ددغه چارواکي په اند، د کياني له خوا د جګړې دموسم د پيلېدو په اړه څرګندونې په افغانستان د وسله والو طالبانو له خوا د خالدبن وليد په نامه د پسرلينو عملياتو د پيل  له اعلان سره تړاو لري .

سرچينه وايي ، کله چې په ياده غونډه کې کياني ولسمشر کرزي ته په ګواښمنه توګه د طالبانو د جګړې د فصل د رارسېدو په اړه څرګندونې وکړې ، نو له دغو خبرو درې ورځې وروسته د تېرې شنبې په ورځ وسله والو طالبانو د خالد بن وليد په نامه د عملياتو د پيل خبر ورکړ.

 وسله والو طالبانو د غويي په اوومه خبر ورکړ، چې دوى د غويي له اتمې څخه په ټول افغانستان کې د خالد بن وليد په نامه پسرلني عمليات پيلوي.

د خبرپاڼې يوه برخه کې يې ويل شوي  (( د خالدبن وليد عمليات به د طالبانو د يوځي ماهرينو ترمستقيمې لارښوونې لاندېد سږنى کال د نويو تحوالاتو په نظر کې نيولو سره سم پرمخ بيول کيږي .))

دغه راز طالبانو په دې خبرپاڼه کې زياته کړې، چې سږني پسرلني عمليات به د کميت او کيفيت په لحاظ په ځانګړيو تکتيکونو مشتمل وي  او په ځواکونو کې د نفوذي کسانو په مرسته به عمليات ترسره کوي.

 

خو ياد حکومتي چارواکي دا هم پژواک اژانس ته وويل: (( له ډير وخت راهيسې موږ داسې احساس کوو، چې امريکا او پاکستان مشترک معامله پرمخ  بيايي.))

 سرچينې زياته کړه، دوى نه غواړي په ځانګړې توګه پاکستان، چې په افغانستان کې قوي دولت جوړ شي او امريکا په افغانستان کې کمزورى حکومت د خپلو ګټو لپاره غواړي.

د يادونې ده ، چې د بروکسل په غونډه کې د افغانستان له لوري ولسمشر حامد کرزى، د ملي دفاع او بهرنيو چارو وزيران او د ملي امنيت سلاکار، د پاکستان له لوري د پوځ مشر جنرال پروېز کياني او د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جليل عباس جيلاني او د امريکا د بهرينو چارو وزير جان کيري او په افغانستان کې د امريکا او ناټو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ برخه اخيستې وه.

د افغانستان او پاکستان اړيکې په دې وروستيو کې ډېرې خرابې شوې، د دغو اړيکو د خرابوالي لامل پر کونړ د پاکستان له خوا بريدونه، د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې د پاکستان له خوا د دروازې جوړول، دکابل د عالمانو په کنفرانس کې د پاکستان نه ګډون او د سولې له پروسې سره د دغه هېواد نه همکاري په ګوته شوي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.