ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبان غواړي، چې یواځې پښتانه تباه کړي”

“طالبان غواړي، چې یواځې پښتانه تباه کړي”

author avatar
29 Apr 2013 - 14:00
“طالبان غواړي، چې یواځې پښتانه تباه کړي”
author avatar
29 Apr 2013 - 14:00

غزني ښار (پژواک ۹ غويى ۹۲): د غزني د سولې شورا منشي وايي، چې په غزني کې وسله وال طالبان هېڅکله نه غواړي، چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي، دوى جګړه کوي او موخه يې د پښتنو تباه کول دي.

د غزني ولايت د سولې شورا ولايتي کمېټې منشي خلیل هوتک پژواک اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل، کله چې دوى وسله والو طالبانو ته د سولې خبره کوي، هغوى ورته د مرګ ګواښونه کوي.

د هغه په وينا، کله چې په غزني کې د سولې شورا جوړه شوې ده، تراوسه وسله والو طالبانو د دوى غوښتنو ته مثبت ځواب نه دى ویلى.

نوموړي زياته کړه، چې په هېواد کې وسله وال طالبان د سولې کولو واک نه لري او دغه واک یواځې د پاکستان هېواد په لاس کې دى.

هوتک وايي: ((په هېواد او غزني کې د سولې شورا شته والى بې معنا دى، هېڅ نه شي کولای، ځکه چې وسله وال طالبان نه غواړي چې سوله وکړي.))

د ده په خبره، کومې پیسې چې اوس مهال په دغه شورا لګېږي او د دې شوار غړو ته کومې تنخواوې ورکول کیږي، دغه پیسې باید د ځواکونو په پياوړتیا او د دوى په تجهیزاتو او یا هم د قومې مشرانو په شوراګانو ولګول شي، چې اغېز به يې له دې ډېر واى.

نوموړى زياتوي، چې وسله وال طالبان یواځې د یوې موخې لپاره جګړه کوي، چې هغه یواځې د پښتنو تباه کول او له منځه وړل دي.

د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم په دغه ولایت کې د سولې شورا هڅې ناکامې بولي او وايي، چې یواځې کارکوونکي يې لوړې تنخواوې اخلي، خو د سولې په راوستو کې يې هېڅ نه دي کړي.

د غزني ښار یو اوسېدونکي شرف الدین پژواک اژانس ته وویل: ((دوه ځلې يې طالبان راوستل، چې دواړه ځلې يې جعلي کسان وو.))

د هغه په وينا، تر اوسه په وسله والو طالبانو پورې تړلی کس د سولې له پروسې سره نه دى یو ځای شوی او نه ښايي ورسره يو ځاى شي.

خو بلخوا وسله وال طالبان بیا دا نه مني، چې دوی د پاکستان په خوله دلته جګړه کوي او نه هم دوی د هغو په خوله یواځې پښتانه تباه کوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک اژانس ته وویل، چې اوس په طالبانو کې ۹۰ سلنه پښتانه دي او دا چې خلک وايي طالبان د پاکستان تر لاس لاندې کار کوي، دا یوه ډنډوره ده، دوی خپله تګلاره لري.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.