ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې څلور سيمه ييز پوليس ووژل شول

په جوزجان کې څلور سيمه ييز پوليس ووژل شول

author avatar
29 Apr 2013 - 12:18
په جوزجان کې څلور سيمه ييز پوليس ووژل شول
author avatar
29 Apr 2013 - 12:18

شبرغان ( پژواک ٩ غويى ٩٢) : دجوزجان ولايت په قوش تپې ولسوالۍ کې څلورو سيمه ييزو پوليسو دماين چاودنې او وسله والو مخالفينو په بريد کې خپل ژوند له لاسه ورکړ .

دقوش تپې ولسوال امين الله وايي ، چې درې سيمه ييز پوليس تېره نيمه شپه د تراغلي عربيه پر امنيتي پوستې دوسله والو طالبانو په بريد کې وژل شوي دي .

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نښتې يو ساعت دوام وکړ ، طالبانو پوسته ويجاړه کړې او څو ميله وسله يې هم له ځان سره وړې ده.

ولسوال زياته کړه، نن سهار ، چې کله نور ځواکونه  له دغې امنيتي پوستې سره دمرستې لپاره راغلل ، دسړک غاړې ماين پرې وچاودېد او  يو  بل پوليس هم په کې ووژل شو .

    امين الله وايي ، چې تراغلى عربيه کلى دقوش تپې ولسوالۍ دمرکز په پنځوس کيلومترۍ کې موقعيت لري او تر اوسه پورې دطالبانو داحتمالي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري .

  طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي ، چې په دغه بريد کې يې ١٢ نور سيمه ييز پوليس ټپيان کړي او اوه ميله وسله يې له ځان سره وړې دي ، خو سيمه ييزو چارواکو د پوليس ټپي کېدل رد کړي دي .

  په ورته وخت کې يوه سيمه ييز مخور د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل ، نن ددغو څلورو پوليسو دخښولو په مراسمو کې يو شمېر پوليسو ويل ، چې که  دولت په دغه سيمه کې کافي امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى نه کړي ، نو له دوى څخه به يو شمېر دندې پرېږدي او شخصي کارونه به پيل کړي .

  د يادونې  ده ، چې درې مياشتې وړاندې هم په قوش تپه ولسوالۍ کې دسيمه ييزو پوليسو يو قوماندان دماين په چاودنه او دملانجم الدين په نامه يو طالب ډلمشر دملي پوليسو په عملياتو کې وژل شوي وو .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.