ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي اندېښنو په مزار کې د چاپي رسنيو خپرونې کم رنګه کړې

امنيتي اندېښنو په مزار کې د چاپي رسنيو خپرونې کم رنګه کړې

author avatar
30 Apr 2013 - 11:02
امنيتي اندېښنو په مزار کې د چاپي رسنيو خپرونې کم رنګه کړې
author avatar
30 Apr 2013 - 11:02

مزارشريف (پژواک ١٠ غويى ٩٢): په بلخ ولايت کې د امنيتي ستونزو، خود سانسورۍ او د خلکو د پام وړ د مطالبو نه خپراوي، په دغه ولايت کې د چاپي رسنيو خپرونې کم رنګه کړې دي.

که څه هم پخوا په دغه ولايت کې ځينې ورځپانې خپرېدې، خو له تېرو درېيو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې هېڅ ورځپاڼه نه چاپېږي.

د دغه ولايت د ژورنالېستيکي چارو يو شمېر فعالان وايي، چې په اروايي توګه د نا امنۍ حس کولو له امله خبريالان په خود سانسورۍ مجبور شوي، چې له امله يې چاپي رسنيو هم خپل حيثيت له لاسه ورکړی دی.

خو د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، چې د خلکو له غوښتنو سره سم د مطالبو د نه خپرېدو له امله چاپي رسنيو خپل ځای له لاسه ورکړی دی.

د څلور کاله مخکې تړل شوې ((جهان نو)) ورځپاڼې مسوول مدير قيوم بابک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په هېواد کې د تلويزوني او راډيويي رسنيو له ډېرېدو او عامېدو سره د چاپي رسنيو ميدان سوړ شوی دی.

نوموړي زياته کړه، چې اوس د عامو خلکو تر څنګ لوستي خلک هم د چاپي رسنيو پر ځای تلويزوني او راډيويي خپرونو ته ډېره توجه کوي.

د هغه په وينا، د دې تر څنګ په دغه ولايت کې د خبريالانو خود سانسوري هم د چاپي رسنيو ليکلو او چاپېدو ته خورا زيان رسولی دی.

بابک وويل، چې په بلخ ولايت کې په عمومي توګه خبريالان په خود سانسورۍ مجبور شوي، چې له امله يې زياتې پېښې د مطبوعاتو له هيندارې لرې پاتې دي.

نوموړي زياته کړه، ځينې وخت که کوم خبريال په ژورنالېستيکي اصولو له کومه رازه پرده پورته کړې؛ نو له ستونزو سره مخ شوی دی.

د هغه په وينا، له همدې امله د دوی ورځپاڼه (جهان نو) له تېرو درېيو کلونو بنده شوې ده.

بابک وويل، چې د کامدېش په نوم د يادې ورځپاڼې يو خبريال د يوې ليکنې د خپراوي له امله له ستونزو سره مخ شو، چې له هغه وروسته د ورځپاڼې نورو ليکوالو په سمه توګه د ليکلو جرئت ونه شواى کړای.

نوموړي زياته کړه، چې د همدې خودسانسورۍ له امله جهان نو ورځپاڼه بنده شوې، چې له هغې وروسته په دغه ښار کې په مسلسله توګه هره ورځ چاپېدونکې بله ورځپانه لا خپره شوې نه ده.

خو په مزارشريف کې په هره دويمه ورځ د چاپېدونکې ورځپاڼې ((عصر نو)) مسوول مدير سيد اسحق شجاعي په اروايي لحاظ د شته ناامنۍ تر څنګ اقتصادي او فرهنګي ستونزې د چاپي رسنيو پر وړاندې ستر خنډونه وبلل.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې په ټول هېواد کې خبريالان په اروايي توګه ناامني حس کوي، چې له امله په عمومي توګه ژورنالېستيکي چارې له خنډ سره مخ دي.

د هغه په وينا، بلخ هم د افغانستان يو ولايت دی او دغه ستونزه په دغه ولايت کې هم حس کېږي.

شجاعي د دې ترڅنګ اقتصادي ستونزې د چاپي رسنيو د چاپ پر لاره له تر ټولو ستر خنډ وباله.

نوموړي وويل: ((په افغانستان کې لا هم د مطالعې فرهنګ عام شوی نه دی، د لوستو کسانو شمېر په کې کم دی او کوم چې بيا له مطالعې سره يو څه علاقه لري؛ هغوی بيا په چاپي رسنيو پيسو ورکولو ته زړه نه ښه کوي.))

د هغه په وينا، د همدې شته فرهنګي ستونزې له امله چاپي رسنۍ ښه مارکېټ نه شي پيدا کولی، چې د خپل چاپ لړۍ روانه وساتي.

خو له دغه ولايته د خپرېدونکې مهالنۍ مجلې ((پرخې)) مسوول مدير استاد ضمير څار پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ښار کې د هغو خبريالانو شمېر هم د نشت برابر دی، چې په مسلکي توګه د چاپي رسنيو دنده په سمه توګه ترسره کړای شي.

نوموړي زياته کړه، چې په مزارشريف کې ډېری چاپېدونکې چاپي رسنۍ ګوندونو، ټولنو، ادبي بهيرونو او نورو دغسې خوځښتونو پورې اړوند دي، چې د خپلې تګلارې له مخې خپرونې کوي، چې د لوستونکو پام نه شي جلبولی.

څار له دې هم انکار ونه کړ، چې په عمومي توګه خبريالان له خود سانسورۍ سره مخ دي.

خو د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، چې په دغه ولايت کې د نوور مطبوعاتي چارو د ترسره کېدو په څېر د چاپي رسنيو د پرمختګ لپاره هم ښه زمينه برابره ده.

نوموړي زياته کړه، چې دمګړۍ په دغه ولايت کې په رسمي توګه ۲۸ چاپي رسنۍ د مهالنۍ، مياشتنۍ، دوه مياشتنۍ او درې مياشتنۍ خپرونو په توګه خپرنيز فعاليت کوي.

د هغه په وينا، په دغه ولايت کې لا هم کومې رسنې داسې مطالب نه دي خپاره کړي، چې د لوستونکو پام دې ور واوړي.

خليق وويل: (( که چېرې د چاپي رسنيو په نامه لاس کېږدو او بيا يې مطالعه کړو نو داسې فکر به وکړو، چې دغه خپرونې هېڅ توپير سره نه لري.))

نوموړي د دې خبرې پخلی ونه کړ، چې د خبريالانو د خود سانسورۍ له امله دې د چاپي رسنيو ميدان سوړ شوی وي.

خو خليق دا ومنله، چې په دغه ولايت کې چاپېدونکې خپرونې د اقتصادي ستونزو له امله پر وخت نه چاپېږي، چې له دې امله ورځ تر بلې د لوستونکو له پامه غورځي.

نوموړي د مطالعې د فرهنګ په اړه وويل، چې د تېرو کلونو په پرتله په مزارشريف ښار کې د لوستنې فرهنګ د ودې په حال کې دي، چې د هر کال په اوږدو کې د کتابونو د نندارتونونو جوړېدل د دې مسئلې پخلی کوي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.