ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو اوه سيمه ييز پوليس وتښتول

طالبانو اوه سيمه ييز پوليس وتښتول

author avatar
30 Apr 2013 - 13:18
طالبانو اوه سيمه ييز پوليس وتښتول
author avatar
30 Apr 2013 - 13:18

ميمنه ( پژواک ١٠ غويى ٩٢): د فارياب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې دوه وسله وال وژل شوي، خو بيا وسله والو اوه سيمه ييز پوليس تښتولي دي.

د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير قادري وايي، چې د وسله والو طالبانو يوه ګروپ تېر ماښام په غارتپه سيمه کې د سرحدي او سيمه ييزو پوليسو پر يوه ګډه پوسته بريد کړى، چې په ترڅ کې يې دوه پوليس ټپيان شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ځوابي بريد کې يو شمېر طالبان وژل شوي او ټپي شوي، خو تر دې دمه يې کره شمېره څرګنده نه ده.

قادري زياته کړه، د پوليسو د مهماتو له ختمېدو سره پوليس پوستې ته ننوتل او اوه پوليس يې له ځان سره بوتلل.

ولسوال زياته کړه، لا هم څرګنده نه ده، چې پوليس چېرته لېږدول شوي، خو د راخوشې کولو په موخه يې د ځايي سپين ږيرو له خوا هڅې پيل شوې دي.

يو  سيمه ييز مخور ارباب همراه وايي، چې نښته له تېر ماښام نه تر نن سهار پورې روانه وه، که څه هم خلکو ته زيان نه دى رسېدلى، خو په نښته کې د سپکو او درنو وسلو ډزو خلک وېرولي دي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې په دغه بريد کې يې درې پوليس وژلي او پنځه نور ټپيان دي.

پژواک اژانس ته د وسله والو طالبانو له خوا په راستول شوي برېښناليک کې راغلي ، چې دغه بريد د خالد بن وليد په نوم د پيل شوو پسرلنيو عملياتو لړۍ ده او په ترڅ کې يې دوه طالبان هم وژل شوي دي.

تېره اونۍ هم  وسله والو طالبانو د فارياب د المار ولسوالۍ پر امنيتي پوستو د بريد پر مهال  د دولت ١٥ همکار وسله وال برمته کړل، خو له دې ډلې يې ١١ تنه له بې وسلې کولو وروسته خوشې کړل.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.