کندهار (پژواک ١٠ غويى ٩٢): د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ د ماين چاودنې د پوليسو او ملکي وګړو په ګډون ١٢ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غويي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن غرمه په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د اروزګان ولايت د پوليسو د ګزمې پر موټر شوې ده.
د نوموړي په وينا، ماين د سړک پر غاړه اېښودل شوى و، چې د چاودنې پر مهال په سيمه کې ملکي وګړي هم موجود وو.
هغه زياته کړه، د دې پېښې په پايله کې درې ملکي کسان وژل شوي، څلور ملکي وګړي او څلور پوليس ټپيان شوي دي.
فيصل د ټپيانو روغتيايي حالت ښه وښود او ويې ويل، چې تر لومړنۍ درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي.
هغه دغه چاودنه د وسله والو طالبانو له خوا وبلله او ويې ويل، چې هغوى تل پر عامه لارو ماينونه ږدي، چې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ په ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
خو وسله والو طالبانو لا تر دې دمه د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
شاوليکوټ د کندهار په شمال کې له اروزګان ولايت سره پر پوله پرته نا امنه ولسوالۍ ده، چې د نورو په پرتله په کې د طالبانو فعاليتونه زيات محسوس دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن