ميمنه (پژواک ١١ غويى ٩٢): وسله والو مخالفينو د فارياب ولايت د غورماچ ولسوالۍ پر امنيتي پوستو د بريد په ترڅ کې ٢٨ سيمه ييز پوليس برمته کړي دي.
د غورماچ ولسوالۍ اداري مديرعسل خان وايي، چې وسله والو طالبانو تېر ماښام د تل خشک په سيمه کې پر څلورو امنيتي پوستو بريد کړى او ياد شمېر پوليس يې له ځان سره بيولي دي.
نوموړى، چې تر دې وړاندې د غورماچ ولسوال و زياته يې کړه، چې د بريد پر مهال نښته هم شوې، خو دواړو لورو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
عسل خان زياته کړه، چې د طالبانو د دغه بريد له امله ٢٠٠ کورنۍ د جګړې له وېرې په سيمه کې بې ځايه شوې او خوندي ځايونو ته تللې دي.
خو د سيف الدين په نوم د سيمې يوه مخور وويل، چې وسله والو مخالفينو پر دغو پوستو د بريد پر مهال ٤٦ سيمه ييز پوليس د هغوى له قوماندان ميرزاحسن سره يو ځاى وړي دي.
دغه مخور زياته کړه، چې وسله وال طالبان په څو ګروپونو کې د ولسوالۍ شاوخوا ځاى پر ځاى شوي، د ملي اردو او ملي پوليسو ځواکونو ورته دغه ساحې پرېيښې او د ولسوالۍ په مرکز کې مېشت شوي دي.
هغه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: “که دولت د غورماچ امنيت ته پاملرنه ونه کړي، نو دغه ولسوالۍ به سقوط وکړي.”
خو په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا مطبوعاتي مسوول جګړن محمد اجمل وويل، چې په غورماچ ولسوالۍ کې عمومي وضعيت د قناعت وړ دى او د امنيتي ځواکونو روحيه پياوړې ده.
هغه زياته کړه، چې د راپور له مخې د اربکيانو دوې پوستې د غورماچ په دېوانه کاريز ساحه کې د طالبانو لاسته ورغلې او يو شمېر اربکيان يې برمته کړي، خو شمېر يې لا هم نه دى څرګند.
سرچينې زياته کړه، چې ټاکل شوې امنيتي ځواکونه په راتلونکي کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې چاڼيز عمليات ترسره کړي دي.
دوې شپې وړاندې هم وسله والو مخالفينو د فارياب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د خپلو دوو ملګرو په له لاسه ورکولو اوه سيمه ييز پوليس ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل.
سيمه ييز پوليس په خپلو سيمو کې د امنيت ساتلو دنده پرغاړه لري او د کورنيو چارو وزارت په اډانه کې تنظيم او معاش ورکول کېږي، دوى په هغو سيمو کې ګومارل کېږي، چې د ملي پوليسو شتون په کې کمرنګه وي.
سيمه ييز پوليس د امنيت خوندي کولو په موخه په ٢٠١٠ زېږديز کال کې په افغانستان کې د ناټو د پخواني قوماندان جنرال ډيويډ پيتريوس د وړانديز له مخې د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې رامنځته شول، اوسمهال يې شمېره تر ١٨ زرو ډېر شوى او ټاکل شوې، چې په راتلونکي کې ٣٠ زرو ته ورسېږي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن