ميمنه (پژواک ١٢ غويى ٩٢): د فارياب په غورماچ ولسوالۍ کې له افغان امنيتي ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې درې وسله وال وژل شوي او بلخوا د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې د چاودنې له امله درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د غورماچ ولسوال نعمت الله سرحدي وايي، چې دغه درې مخالفين وروسته له هغه ووژل شول، چې له يو شمېر نورو ملګرو سره يوځاى يې د غورماچ بازار ته څېرمه پر جوړو شوو پوستو بريد وکړ.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې څو ساعته جګړه کې، شپږ وسله وال مخالفين ټپيان شوي هم دي.
سرحدي زياته کړه، چې د طالبانو يو مړى او دوه ټپيان د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي او ټپيان د غورماچ ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
ولسوال ادعا وکړه، چې دولتي ځواکونو په څو ځوابي بريدونو کې ١٠ کيلومتره پرمختګ کړى او د غورماچ د پيتو او ابګرمک سيمې يې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړې دي.
د هغه په وينا، غورماچ ته وسله وال طالبان له بادغيس او غور ولايتونو څخه راغلي وو.
د سيمي يو مخور سيف الدين وايي، چې خلک د ولسوالۍ د بازار له شاوخوا کليو څخه د وژل کېدو له وېرې وتلي دي. تېره ورځ هم ٢٠٠ کورنۍ د جګړې له امله بې ځايه شوې او خوندي ځايونو ته تللې وې.
په يوه بله پېښه کې، د تخار ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې درې تنه ټپيان شوي دي.
د تخار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالخليل اسير پژواک ته وويل، چې ياد درې تنه د اشکمش مرکز کې د شيريخ يوې هټۍ ته مخامخ د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله ټپيان شول.
هغه زياته کړه، چې چاودنه تېر ماښام رامنځته شوې او ټپيان د درملنې لپار روغتون ته وړل شوي دي.
اسير وايي، چې وسله والو مخالفينو دغه ماين د نا معلومې موخې لپاره د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى کړى و.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن