ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې لاريون کوونکو د پاکستان بيرغ ته اور واچاوه

په کابل کې لاريون کوونکو د پاکستان بيرغ ته اور واچاوه

author avatar
3 May 2013 - 15:13
په کابل کې لاريون کوونکو د پاکستان بيرغ ته اور واچاوه
author avatar
3 May 2013 - 15:13

کابل (پژواک، ١٣غويى ٩٢): په کابل ښار کې سلګونو تنو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ او دهغه هېواد بيرغ يې تر پښو لاندې او بيايې ورته اور واچاوه.

دوى له دولت څخه غوښتنه وکړه ،چې تر دې وروسته د پاکستان پر وړاندې روښانه دريځ ولري.

د ځوانانو خوځښتونو له خوا دغه لاريون نن وروسته تر هغه د عيدګاه جومات ته څېرمه تر سره شو، چې وړمه  شپه د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په کونڅړۍ سيمه کې د پاکستاني او  افغان ځواکونو تر منځ اوه ساعته جګړه شوې، چې په پايله کې يې د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه ويجاړه شوه.

د افغان امنيتي سرچينو په وينا،  دجګړې په ترڅ کې يو افغان سرتيرى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي او د مقابل لوري تر لسو زياتو سرحدي پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

لاريون کوونکو (مرګ پر پاکستان، مرګ پر آى اېس اى او ژوندي دې وي افغان ملي ځواکونه) شعارونه ورکول.

يوتن لاريون کوونکي اسراراحمد کريمزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پاکستان د تاريخ په اوږدو کې هڅه کړې ، چې افغانستان ته ستونزې پيدا کړي او پر خاوره يې  يرغل وکړي .

هغه زياته کړه، چې پاکستان کله هم په دې نه دى توانيدلى، چې د افغانستان په برخه کې خپلو شومو موخو ته ورسيږي.

دغه لاريون کونکي وويل، چې ځوان خوځښتونه له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوي ، چې د افغان ځواکونو شمېر ډير او په مجهزو وسلو يې سمبال کړي .

کريمزى وايي : ((که زموږ د ځواکونو موږ ځوانانو ته يې اړتيا شوه، نو حاضر يو ، چې له خپلو ځواکونو سره يوځاى له خپلې خاورې په ډيره ميړانه او په ډول او اټنونو دفاع وکړو.))

ده ټينګار کاوه ، چې دولت بايد د افغان ځواکونو پروړاندې پرتې ټولې اداري او نورې ستونزې هوارې کړي.

په دې لاريون کې دعامو خلکو ترڅنګ د  ملي اردو او ملي پوليسو څو تنو سرتيرو هم برخه اخيستې وه.

يو بل لاريون کوونکي محمدسليمان وويل : ((موږ د خپلو ځواکونو د سرښندنوهرکلى کوو او هېڅ وخت به پاکستان او پنجابيانو ته دا اجازه ورنکړو ، چې زموږ په خاوره کې تاسيسات جوړکړي .))

ده له نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه ، چې پاکستان ته نوره اجازه ورنه کړي ، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنې وکړي .

لاريون کوونکو د لاريون په پاى د پاکستان بيرغ تر پښو لاندې او بيايې ورته اور واچاوه او يو پرېکړه ليک يې هم صادر کړ .

په پرېکړه ليک کې له ملګرو ملتونو ، نړيوالې ټولنې ، اسلامي هېوادوکنفرانس او ناټو څخه غوښتنه شوې ، چې نړيوالو قوانينو ته په پام کې نيولو سره، پاکستان د افغانستان په کورنيو چارو کې له       لاسوهنو منع کړي او د افغان ځواکونو شمېر دې ډير او جنګي الوتکې دې ورته و پيرل شي .

د پرېکړه ليک له مخې، افغان دولت دې نور د پاکستان د شومو سياستونو په هلکه ښکاره او ملي دريځ غوره کړي .

په پرېکړه کې دا هم راغلي : ((دولت او افغان اولس دې په کور دننه پردي مزدوران وپيژني او ژر تر ژره دې د دوى د شومو کړنو په هکله ګوټلي ګامونه پورته کړي .))

يادو لاريون کوونکو له دولت څخه غوښتنه وکړه ، چې د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ دې د محمدقاسم خان په نوم ونومول شي .

د سرحدي پوليسو دغه وژل شوى سرتېرى محمد قاسم مجاهد نومېده او د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکى و، چې په ګوشته ولسوالۍ کې يې دنده درلوده او وړمه شپه له پاکستاني سرتېرو سره په جګړه کې ووژل شو.

پرون د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې زرګونو تنو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ او خپل افغان سرتېري يې ونازول او وروسته يې په جګړه کې د وژل شوي افغان سرتېري دجنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

له بلې خوا ولسمشر حامد کرزی اعلان وکړ، چې افغانستان به د ډیورنډ د کرښې په دې غاړه کې هیڅ ډول بهرني پوځي تاسیسات او پوستې پرېنږدي.خو هيله يې څرګنده کړه ،چې د دواړو خواوو ترمنځ پیل شوې جګړه تردې پراخه نه شي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.