کابل (پژواک١٤غويى٩٢): ولسمشر حامد کرزى وايي ، چې د ډيورنډ کرښې د رسميت پېژندلو لپاره د پاکستان هڅې بې ځايه دي او افغان حکومت به هېڅکله دغه کرښه په رسميت و نه پېژني.
هغه د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې د پاکستاني او افغان ځواکونو د تېرې اونۍ جګړې ته په اشارې سره وويل ، پاکستان بايد دا خيال له سره وباسي، چې په داسې بريدونو سره به افغان حکومت د ډيورنډ مسئلې پر سر خبرو ته اړ باسي.
په دې جګړه کې افغان ځواکونو هغه پاکستاني تاسيسات لرې کړل ، چې پاکستان د ډيورنډ د کرښې دې غاړې ته په ګوشته ولسوالۍ کې جوړه کړې وو.
کرزي وويل، چې په سرحدي سيمو کې له جګړو پاکستان دوه موخې لري، يوه دا چې په افغانستان کې د نوي رامنځته شوي دولت د پياوړتيا مخه ونيسي او له بله پلوه د ډيورنډ کرښه پر افغانستان رسمي کړي.
د ډيورنډ تحميلي کرښه په ١٨٩٣ ميلادي کال کې د افغانستان په زړه کې راکش شوه او برتانويانو د هغه وخت د برتانوي هند او افغانستان تر منځ پوله وبلله، خو افغانستان هېڅکله دغه کرښه د نړيوالې پولې په توګه نه ده منلې.
په ١٩٤٧ ميلادي کال کې ، چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې، کابل بيا هم دغه پوله ونه منله .
کزري هم نن په ټينګار سره وويل، چې افغان ولس له پيله د ډيورنډ کرښه نه ده منلې او افغان دولت يې ان په اړه خبرې هم نه غواړي.
ده زياته کړه:”د پاکستان حکومت په خپلو خبرو کې اکثرا په غير مستقيم ډول يا ځينې وختونه په مستقيم ډول، اشاره کوي، زموږ ځواب ډېر مودبانه دا وو ، چې موږ ته دا د بحث وړ نه ده، نو هو دا خبره شته.”
کرزی وايي ، چې له پاکستان سره د ښو اړيکو هڅې به کوي، خو د ډيورنډ په اړه به يې دريځ بدل نه شي.
هغه د ګوشتې جګړه يوه تصادفي پېښه وبلله او ويې ويل چې افغان دولت د جګړې امر نه و کړى.
ده زياته کړه:”موږ له پاکستان سره د جګړې هيله نه لرو، دا نه د پاکستان په خير بولو نه د افغانستان، هيله من يو چې پاکستان هم دا ډول موخې ونه لري، پر افغانستان راکټ ونه وروي او دا هڅې ونه کړي، چې د جګړې او مزاحمت له لارې، افغانستان داسې خبرو ته کش کړي، چې افغانستان ورته هېڅ وخت نه حاضرېږي.”
د ګوشتې په نښته کې ، چې د رسمي سرچينو په حواله اووه ساعته يې دوام درلود، د محمد قاسم په نوم يو افغان سرتېرى ووژل شو. کرزي د قاسم د سرښندنې ستاينه وکړه او کورنۍ ته يې په خطاب کې وويل ، چې دا د هغوى لپاره وياړ دى.
کرزى وايي، چې د جګړې امر يې نه دى کړى، خو له امنيتي ارګانونو يې غوښتي ، چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان پوستې لرې کړي.
دده په خبره، دا پوستې لس کاله وړاندې د امريکايي ځواکونو له خوا پاکستان ته حواله شوې وې.
خو کرزي وويل ، چې په دې اړه يې امريکا ته هم خبر ورکړى دى.
افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې يوځل بيا پر طالبانو د سولې غږ وکړ.
دده په خبره،که طالبان هېوادپال، مسلمانان او افغانان دي، بايد د خپلې خاورې پر خلاف پورته کړې وسله د افغانستان د دښمنانو پر ضد وکاروي .
کرزي وويل، “له هماغه لوري چې د افغانستان پر خاورې حمله کېږي، د طالب پر نوم بريدونه هم کېږي.”
دى وايي : ” پر طالبانو په تکرار سره غږ کوم ، چې د خپلې وسلې ميله له افغان ملت څخه بل لور ته واړوي، خپله اوږه دې وګرځوي او هغه ځاى دې نښه کړي ، چې له افغانستان سره ترې دښمني کيږي.”
ده له طالبانو وغوښتل، چې له افغان ځواکونو سره ودرېږي او له خپلې خاورې دفاع وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن