ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډيورنډ کرښې رسميت ته پاکستان بې ځايه هڅې کوي

د ډيورنډ کرښې رسميت ته پاکستان بې ځايه هڅې کوي

author avatar
4 May 2013 - 12:42
د ډيورنډ کرښې رسميت ته پاکستان بې ځايه هڅې کوي
author avatar
4 May 2013 - 12:42

کابل (پژواک١٤غويى٩٢): ولسمشر حامد کرزى وايي ، چې د ډيورنډ کرښې د رسميت پېژندلو لپاره د پاکستان هڅې بې ځايه دي او افغان حکومت به هېڅکله دغه کرښه په رسميت و نه پېژني.

هغه د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې د پاکستاني او افغان ځواکونو د تېرې اونۍ جګړې ته په اشارې سره وويل ، پاکستان بايد دا خيال له سره وباسي، چې په داسې بريدونو سره به افغان حکومت د ډيورنډ مسئلې پر سر خبرو ته  اړ باسي.

په دې جګړه کې افغان ځواکونو هغه  پاکستاني تاسيسات لرې کړل ، چې پاکستان د ډيورنډ د کرښې دې غاړې ته په ګوشته ولسوالۍ کې جوړه کړې وو.

کرزي وويل، چې په سرحدي سيمو کې له جګړو پاکستان دوه موخې لري، يوه دا چې په افغانستان کې د نوي رامنځته شوي دولت د پياوړتيا مخه ونيسي او له بله پلوه د ډيورنډ کرښه پر افغانستان رسمي کړي.

د ډيورنډ تحميلي کرښه په ١٨٩٣ ميلادي کال کې د افغانستان په زړه کې راکش شوه او برتانويانو د هغه وخت د برتانوي هند او افغانستان تر منځ پوله وبلله، خو افغانستان هېڅکله دغه کرښه د نړيوالې پولې په توګه نه ده منلې.

 په ١٩٤٧ ميلادي کال کې ، چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې، کابل بيا هم دغه پوله ونه منله .

کزري هم نن په ټينګار سره وويل، چې  افغان ولس له پيله د ډيورنډ کرښه نه ده منلې او افغان دولت يې ان په اړه خبرې هم نه غواړي.

ده زياته کړه:”د پاکستان حکومت په خپلو خبرو کې اکثرا په غير مستقيم ډول يا ځينې وختونه په مستقيم ډول، اشاره کوي، زموږ ځواب ډېر مودبانه دا وو ، چې موږ  ته دا د بحث وړ نه ده، نو هو دا خبره شته.”

کرزی وايي ، چې له پاکستان سره د ښو اړيکو هڅې به کوي، خو د ډيورنډ په اړه به يې دريځ بدل نه شي.

هغه د ګوشتې جګړه يوه تصادفي پېښه وبلله او  ويې ويل چې افغان دولت د جګړې امر نه و کړى.

ده زياته کړه:”موږ له پاکستان سره د جګړې هيله نه لرو، دا نه د پاکستان په خير بولو نه د افغانستان، هيله من يو چې پاکستان هم دا ډول موخې ونه لري، پر افغانستان راکټ ونه وروي او دا هڅې ونه کړي، چې د جګړې او مزاحمت له لارې، افغانستان داسې خبرو ته کش کړي، چې افغانستان ورته هېڅ وخت نه حاضرېږي.”

د ګوشتې په نښته کې ، چې د رسمي سرچينو په حواله اووه ساعته يې دوام درلود، د محمد قاسم په نوم يو افغان سرتېرى ووژل شو. کرزي د قاسم  د سرښندنې ستاينه وکړه او کورنۍ ته يې په خطاب کې وويل ، چې دا د هغوى لپاره  وياړ دى.

کرزى وايي، چې د جګړې امر يې نه دى کړى، خو  له امنيتي ارګانونو يې غوښتي ، چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان پوستې لرې کړي.

دده په خبره، دا پوستې لس کاله وړاندې د امريکايي ځواکونو له خوا پاکستان ته حواله شوې وې.

خو کرزي وويل ، چې په دې اړه يې امريکا ته هم خبر ورکړى دى.

افغان ولسمشر  په خپلو خبرو کې يوځل بيا پر طالبانو د سولې غږ وکړ.

دده په خبره،که طالبان هېوادپال، مسلمانان او افغانان دي، بايد د خپلې خاورې پر خلاف پورته کړې وسله د افغانستان د دښمنانو پر ضد وکاروي .

کرزي وويل، “له هماغه لوري چې د افغانستان پر خاورې حمله کېږي، د طالب پر نوم بريدونه هم کېږي.”

دى وايي : ” پر طالبانو په تکرار سره غږ کوم ، چې د خپلې وسلې ميله له افغان ملت څخه بل لور ته واړوي، خپله اوږه دې وګرځوي او هغه ځاى دې نښه کړي ، چې له افغانستان سره ترې دښمني کيږي.”

ده له طالبانو وغوښتل، چې له افغان ځواکونو سره ودرېږي او له خپلې خاورې دفاع وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.