اسعداباد،ترينکوټ ( پژواک ١٤ غويى ٩٢) د کونړ او اروزګان په سلګونو اوسېدونکو د پاکستان پرضد لاريونونه وکړل او د پاکستاني ځواکونو له خوا يې پر افغان پوله ساتونکو ځواکونو بريد پر خپل حريم تېرى وباله.
په کونړ کې د لاريون يو تن سبمالوونکى او د ځوانانو د فدراسيون مشر عاشق الله وايي ،د کونړ د مرکز او دوو ولسواليو خاص کونړ او څوکۍ خلک په دې لاريون کې برخه لري.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې خلک غواړي د پاکستاني عسکرو له لوري د وژل شوي افغان پوله ساتونکي سرتېري زيارت ته ورشي،پر قبر يې د ګلانو ګېډۍ کېږدي اوفاتحه يې واخلي.
د نوموړي په وينا،د کونړ خلک د خپلو سرتېرو تر څنګ ولاړ دي او که اړتيا پيدا شوه له خپلو امنيتي ځواکونو سره به په ګډه د خپلې خاورې دفاع وکړي.
د ده په وينا ، په دې لاريون کې په اتيا موټرو کې د سيمې سلګونه خلک د ننګرهار ښېوې ته ور روان دي او د افغان سرتېري محمد قاسم مجاهد له کورنۍ سره به په غم شريکۍ کې ګډون وکړي.
دغه لاريون کوونکي ملي بېرغونه او په سپينو ټوټو ليکل شوي د پاکستان پر خلاف شعارونه له ځان سره لېږدوي.
دغه راز د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې هم سلګونه خلک د پاکستان پرخلاف راووتلل او ويل يې ، چې پر افغان خاوره يې تېرى کړى ، افغان ځواکونه يې وستايل او له هغوى سره يې د پاکستان پر خلاف جګړې کې د يو ځاى کېدو غږ پورته کړ.
د لاريون کوونکواو د ولايتي شورا رييس امان الله هوتکي له دولت څخه غوښتنه وکړه،چې د پاکستان پر خلاف دې خپله تګلاره په ډاګه کړي.
هغه زياته کړه، چې دوى به د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي او د دوى تر څنګ به د خپلې خاورې ساتنه کوي.
لاريون کوونکو د مرګ پر پاکستان ،مرګ پر اى اس اى او ژوندي دې وي افغان ځواکونه شعارونه ورکول او دغه شعارونه يې په ليکلې بڼه له ځانه سره لېږدول.
د اروزګان د لاريون په پرېکړه ليک کې له نړېوالې ټولنې غوښتل شوي،چې پاکستان ته اجازه ورنه کړي، چې پر افغانستان تېرى او په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه وکړي.
دغه راز د هلمند په لشکرګاه کې د ملي اردو سرحدي پوليسو او قومي مشرانو تر منځ ګډه غونډه کې د ننګرهار پر ګوښته د پاکستاني عسکرو بريد وغندل شو په دې غونډه کې پرېکړه وشوه،چې د پاکستان د هر تېري پر وړاندې به د خپلې خاورې ساتنه کوي.
تېره ورځ کابل کې هم د پاکستاني عسکرو له لوري پر افغان پوله ساتونکو بريد د لاريون کوونکو له لوري وغندل شو.
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن