فراه (پژواک ١٥ غويى ٩٢): د فراه په خاک سفيد ولسوالۍ کې پر يو موټر د ماين چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د خاک سفېد ولسوال عبدالخالق نورزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا ٧ بجې يو ټيوټا موټر د دې ولسوالۍ له کورغن کلي ښار ته پر لاره و، چې د اورچي په سيمه کې د سړک غاړې ماين پرې وچاودېد.
دى وايي، چې په چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي ميراحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په وژل شوو کې يوه ښځه او درې سړي شامل دي او ټپيان پنځه واړه ماشومان دي.
هغه وايي، چې له ټپي شوو ماشومانو څخه دوه يې ورېرونه او يو يې د تره زوى دى.
د فراه د عامې روغتيا امر عبدالحکيم رسولي وويل، تر اوسه له پېښې درې ټپيان، چې عمرونه يې له لسو کلونو کم دي، روغتون ور وړل شوي دي.
هغه وويل، چې پاتې ټپيان روغتون ته پر لاره دي.
د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن