ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې هم د پاکستان پر ضد لاريون وشو

خوست کې هم د پاکستان پر ضد لاريون وشو

author avatar
6 May 2013 - 15:27
خوست کې هم د پاکستان پر ضد لاريون وشو
author avatar
6 May 2013 - 15:27

خوست ښار (پژواک ١٦ غويى ٩٢): د خوست د شېخ زايد پوهنتون زرګونو محصلينو د پاکستان پر خلاف او د افغان ملي ځواکونو په ملاتړ لاريون وکړ.

شاوخوا پنځه زره محصلينو او خلکو په دغه لاريون کې نن (د غويي ١٦مه) د پاکستان پر ضد او د افغان ملي پوځ په ملاتړ شعارونه ورکول او له ځان سره يې ليکلي شعارونه لېږدول.

دوی پاکستان د افغانستان پر وړاندې په دوه مخي سياست او نړيواله ټولنه د دغو دوو هېوادونو تر منځ د ستونزو د حل په برخه کې په نه همکارۍ پړ باله.

يو تن لاريون کوونکي رحمت الله پژواک اژانس ته وويل، چې پاکستان د افغانستان لپاره یو لوی دښمن دى او له خلکو يي وغوښتل، چې د ملي يووالي لپاره کار وکړي او نور بهرنيو هېوادونو ته په خپله خاوره کې د لاسوهنې چانس ورنه کړي.

لاريون کوونکو د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځيانو پر پوستو او جوړې شوې دروازې سخت اعتراضونه کول او د افغان امنيتي ځواکونو په مېړانه او سرښندنه يې وياړ کاوه.

لاريون کوونکو د افغانستان پر وړاندې د پاکستان دوه مخی سياست وغانده او د مرده باد پاکستان او ژوندي دې وي افغان مېړني ځواکونه، شعارونه يې ورکول.

يوه بل لاريون کوونکي محمداشرف پژواک اژانس ته وويل، هر افغان د دې توان لري، چې د دښمن هېواد پر وړاندې د افغان ملي ځواکونو تر څنګ ودرېږي او له هېواد څخه په کلکه دفاع وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ غواړو، چې ټول ولس د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي. موږ نه پرېږدو، چې پاکستان په ننګرهار او يا نورو سيمو کې پوستې جوړې کړي.))

تېره اونۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه کې يو سرحدي پوليس ووژل شو او درې نور ټپيان وو، دغه راز نږدې لسو پاکستاني ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه او له نن سهار راهيسې هم د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.