ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ٨٥ پرمختيايي پروژې پلې کېږي

هلمند کې ٨٥ پرمختيايي پروژې پلې کېږي

author avatar
6 May 2013 - 16:00
هلمند کې ٨٥ پرمختيايي پروژې پلې کېږي
author avatar
6 May 2013 - 16:00

لښکرګاه (پژواک ١٦ غويى ٩٢): د هلمند په اوو والسواليو کې په بېلابيلو برخو کې د ٨٥ پرمختيايي پروژو قراردادونه له ځينو شرکتونو سره لاسليک شول.

د دغو قراردادونو د لاسليک په موخه نن (د غويي ١٦مه) د هلمند ولايت په مقام کې غونډه جوړه شوې وه، چې د هلمند د والي او اړوند رييسانو تر څنګ د ولسواليو چارواکو او د شرکتونو مسوولينو هم برخه اخيستې وه.

د هلمند والي تورن جنرال محمد نعيم وويل، چې پر دغو پروژو شپږنيم ميليونه ډالر لګښت راځي، چې د برېتانيا هېواد له خوا ورکو ل کېږي او تر راتلونکو نهو مياشتو پورې به يې چارې بشپړې شي.

د هغه په وينا، دغه پروژې د پوهنې، کرنې، د اوبو د تنظيم او د کليو د پراختيا د رياستونو د سکتورونو له خوا په اوو ولسواليو، موسى کلا، سنګين، ګرشک، نادعلي، ناوې، مارجې او ګرمسېر کې پلې کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې ٢١ پروژې د پوهنې، ١٨ د روغتيا، ١١ د کرنې، ١٩ د کليو د پراختيا او ١٦ د اوبو د تنظيم په برخه کې پلې کېږي.

د والي په خبره، په  يادو پروژو کې د پخوانيو ودانيو ترميم، د نوو ودانيو جوړول، د کانالونو پاکول، د څښاک د اوبو څاګانو کيندل، واټرګېټونه، پلګوټي او داسې نورې وړې او لويې پروژې شاملې دي، چې ټولې د ولسواليو د چارواکو تر څنګ د ځايي خلکو له خوا په ګوته شوې دي.

نوموړي وويل: ((په روان لمريز کال کې د اته نيم ميليونه ډالرو په ارزښت نورې پروژې هم لري، چې ٧٥ سلنه  به يې د ښې حکومتوالۍ او د ظرفيتونو په لوړولو او پاتې  ٢٥ سلنه به يې په پراختيايي کارونو ولګول شي.))

د هغه په وينا، وړاندې تر دې دا ډول پروژو نيمګړتياوې درلودې، پلې کول به يې د ډونرانو له خوا و، چې د خلکو اړتيا به يې نه شوى په ګوته کولى، خو اوس چې په دغه ولايت کې حکومتوالي ښه شوې ده، پروژې خپله د افغان دولت او خلکو له خوا پلې کېږي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند د استيناف څارنوال عبدالصمد صديقي وويل، چې د يادو پروژو څارنه به د يوې باصلاحيته ډلې له خوا کېږي، که چېرې په کې فساد وشي، پروژې بې کيفيته جوړې شي، د شرکتونو تر څنګ به د اړوند سکتورونو مسوولين هم ونيول شي.

د هغه په وينا، وړاندې تر دې په دغه ولايت کې داسې پروژې هم پلې شوې دي، چې پر څلورو لاسونو پلورل شوي دي او بيا په ٢٠ سلنه بوديجه باندې يې کار شوى وي، چې د کار کيفيت يې خراب او تر يوه کال په لږ وخت کې پروژه له منځه تللې وي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.