ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه د ماليې وزير استجوابوي

مشرانو جرګه د ماليې وزير استجوابوي

author avatar
7 May 2013 - 15:11
مشرانو جرګه د ماليې وزير استجوابوي
author avatar
7 May 2013 - 15:11

کابل (پژواک ١٧ غويى ٩٢): مشرانو جرګې د ماليې وزير د استجواب پرېکړه وکړه او ويې ويل، چې ماليې وزير بايد د ملي شورا د هغو کسانو نومونه افشا کړي، چې د ناقانونه غوښتنو له امله يې دغه وزارت تر فشار لاندې راوستى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ماليې وزارت مطبوعاتي مرستيال نجيب منلي پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، چې په تېر يو نيم کال کې د ملي شورا يو شمېر غړو د خپلو غيرقانوني غوښتنو له امله دغه وزارت تر فشار لاندې راوستى دى.

منلى وايي: ((په دې موده کې د ملي شورا د ١٤٩ غړو له خوا ١٧٤٨ غوښتنليکونه ماليې وزارت ته راغلي، چې ٩٣٢ يې په ګمرکونو کې د کسانو د ګومارلو او ٢٨ نور د ولايتونو او ولسواليو د پراختيايي بوديجې د ډېروالي په برخه کې دي.))

منلي دا هم وويل، چې يواځې ٨٠٠ غوښتنليکونه د ملي شورا د ٣٠ غړو له خوا شوي او که اړتيا پېښه شي نو دغه وزارت حاضر دى، چې د دغو کسانو نومونه افشا کړي.

د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د نورستان استازي حافظ عبدالقيوم وويل، چې د ماليې وزير بايد د دې جرګې عمومي غونډې ته ورشي او د هغو کسانو نومونه افشا کړي، چې له ناقانونه غوښتنې يې کړې دي.

هغه وايي، که د ماليې وزير د دغو کسانو نومونه افشا نه کړي دغه کار به د ملي شورا باور ته زيان ورسوي.

حافظ زياته کړه: ((په دې کې شک نشته، چې دغه ډول کسان په ملي شورا کې شته، خو چې نومونه يې واخيستل شي ډېره به ښه وي.))

په دې جرګه کې کې د دايکنډي استازې نجيبې حسيني هم ټينګار کاوه، چې د ماليې وزير بايد مشرانو جرګې ته ورشي او د هغو کسانو نومونه افشا کړي، چې ناقانونه غوښتنې يې کړې دي.

هغې زياته کړه: ((ماليې وزير بايد دلته راشي او د دغو کسانو په هکله مشرانو جرګې ته خپل اسناد او شواهد وړاندې کړي، تر څو هغه کسان، چې په دغه شان فساد کې لاس لري څارنوالۍ ته معرفي شي.))

دې وويل، که د ماليې وزير د دغو کسانو نومونه په ډاګه نه کړي، نو دى په خپله له “مفسدينو سره لاس لري”

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار، چې نننۍ غوڼده يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوى وه وويل، چې دغه جرګه د مفسدو کسانو ملاتړ نه کوي خو د ماليې وزير بايد پر ملي شورا د لګول شوو تورونو سپيناوى وکړي.

هغه زياته کړه: ((د ماليې وزير په ټولو بايد تور پورې نه کړي، دلته دې راشي او د هغو کسانو نومونه دې واخلي، چې پر ده يې فشار راوړى دى.))

ايزديار وويل، چې د ماليې وزير بايد د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته د استجواب لپاره حاضر شي او په دې اړه معلومات ورکړي.

د ايزديار دغه څرګندونې د جرګې د غړو د تاييد وړ وګرځېدې.

د کورنيو چارو د وزير غلام مجتبى پتنګ هم څو ورځې وړاندې ويلي وو، چې په تېرو څلورو مياشتو کې يې د ملي شورا د غړو ١٥٢٠٠ غوښتنليکونه ترلاسه کړي چې په دې کې ځيني ناقانونه غوښتنې هم شوې دي.

تر دې څرګندونو وروسته ولسي جرګې د غويي په ١١مه د پتنګ د استيضاح پرېکړه وکړه، خو تر اوسه يې د استيضاح نېټه نه ده ټاکل شوې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.