ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې لسګونه پوليس له مسلکي زده کړو فارغ شول

هلمند کې لسګونه پوليس له مسلکي زده کړو فارغ شول

author avatar
7 May 2013 - 14:22
هلمند کې لسګونه پوليس له مسلکي زده کړو فارغ شول
author avatar
7 May 2013 - 14:22

لښکرګا(پژواک ١٧ غويى ٩٢): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې تر مسلکي روزنې وروسته ١٥٧ پوليس فارغ او او د دوولسمو ټولګيو له ٤٠٠ فارغانو څخه پوليسو ته د جذب ازموينه واخيستل شوه.

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وايي، فارغ شوو پوليسو ته کورنيو او بهرنيو روزنکو څلور مياشتنۍ مسلکي روزنه ورکړې ده.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، فارغ شوو پوليسو ته د جنګي تکتيکونو ترڅنګ، د قانون د پلې کېدو، تلاشيو او له خلکو سره د ښه چلند په برخو کې روزنه ورکړل شوې ده.

امنيه قوماندان زياتوي، په فارغ شوو پوليسو کې ١٣٠ سرحدي او پاتې نور يې عادي پوليس دي، چې د هلمند په بېلابېلو سيموکې به پر دندو وګومارل شي.

د ياد روزنيز مرکز مسوول سمونمل عبدالمحمد ظفرخېل هم وايي، چې پوليسو ته په بېلابېلو برخو کې مسلکي روزنه ورکول شوې او اوس کولى شي له ملي اردو او نورو امنيتي ځواکونو سره يو ځاى په عملياتو کې برخه واخلي.

دغه راز د پوليسو ليکو ته د ورتګ په موخه له ٤٠٠ تنو ازموينه واخيستل شوه، چې زيات شمېر يې د هلمند او نور يې د نيمروز او اروزګان ولايتونو اوسېدونکي دي.

امنيه قوماندان نبي الهام وايي، چې د ازموينې ګډونوال ټول د دولسمو ټولګيو فارغ زده کوونکي و، چې ٥٠ تنه به يې په کابل کې د پوليسو اکاډمۍ کې زده کړې پيل کړي.

د نوموړي په وينا، له ازموينې وروسته اتيا تنه بريالي کسان به د ترکيې هېواد ته د زده کړو په موخه واستوي.

تېره ورځ په ميدان ښار کې هم د غزني او ميدان وردګو له زده کوونکو څخه په ترکيه کې د پوليسي زده کړو په موخه د ارزونې ا زموينه اخيستل شوې وه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.