کابل (پژواک ١٧غويى ٩٢): ولسمشرکرزي د پاکستان د جمعيت علماى اسلام ګوند له مشر سره په ټيلېفوني خبرو کې د دغه ګوند پر ټاکنيز کمپاين بريد وغانده او ويې ويل، چې له ترهګرۍ څخه د دواړو هېوادونو په تېره بيا د ډیورنډ د دواړو غاړو ولسونو ستر زیانونه لیدلي دي.
د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن له غرمې مخکې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن سره ټیلېفوني خبرې وکړې.
سرچينه ليکي، چې په دې ټيلېفوني خبرو کې حامد کرزي د جمعیت علمای اسلام ګوند د کاندید او د پاکستان د پارلمان د پخواني غړي منیر اورکزي پر انتخاباتي غونډه باندې هغه بمي برید په کلکه وغانده چې له امله یې په کورمه ایجنسۍ کې پرون لږ تر لږه ۶ کسان و وژل شول او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شول.
ولسمشر کرزي په دې خبرو کې تروریزم د بشریت دښمن بللى او ويلي يې دي، چې په تېرو څو کلونو کې د تروریزم له اړخه له بل هر چا څخه زیات د افغانستان او پاکستان خلکو په ځانګړي ډول د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو ولسونو ډېر زیانونه لیدلي دي.
کرزي ويلي، هغه ګواښونه چې اوس هم له دې اړخه د دواړو هېوادونو ولسونو ته متوجه دي، دوی دې ته اړباسي چې د ترهګرۍ پر خلاف مبارزه کې په غوڅو اقداماتو لاس پورې کړي.
حامد کرزي هیله څرګنده کړې، چې پاکستان د دغو ننګونو په پام کې نیولو سره په سیمه کې د تروریزم د ریښو د له منځه وړو لپاره له افغانستان سره په رښتيني او صادقانه ډول همکاري وکړي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن