کابل (پژواک ١٨ غويى ٩٢): د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې يوه روغتيايي پروژه پرانيستل شوه او په ميدان وردګو کې د سړکونو رغونې چارې پيل شوې.
د اروزګان ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دهراوود ولسوالۍ کې د يوه کلينيک د جراحۍ څانګې ودانۍ د ٥ ميليونه افغانيو په لګښت پرانيستل شوه.
سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې د دغه ولايت چارواکو د ولسوالۍ مسوولينو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
دوى وايي، چې د دې څانګې په پرانيستلو سره به د يادې ولسوالۍ ډېرې روغتيايي ستونزې هوارې شي.
د يو بل خبر له مخې، نن په ميدان وردګو ولايت کې د نږدې اوه ميليونه افغانيو په مالي لګښت د تخريب شوو سړکونو د ترميم چارې بشپړې شوې.
د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه سړکونه د کابل ـ کندهار لويې لارې په اوږدو کې ويجاړ شوي وو.
هغه زياته کړه، چې د دغو سړکونو د ترميم چارې يوه اونۍ مخکې پيل شوې وې او نن پاى ته ورسېدې.
بلخوا د کندهار ولايت د سولې د عالي شورا په مالي مرسته د ارغنداب په ولسوالۍ کې د ګل کلا د يوه جومات د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پر دغه جومات ٢٥ زره امريکايي ډالر لګښت راځي چې د سولې د عالي شورا له خوا ورکول کېږي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن