ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان زندان ١٤ منسوبين ونيول شول

پلخمرى (پژواک ١٩ غويى ٩٢): د بغلان ولايت زندان ١٤ منسوبين له دغه زندان نه د دوو بنديانو له تېښتې سره د تړاو په تور ونيول شول.

د بغلان زندان مدير مل پاسوال افندي رباطي پژواک خبري اژانس ته وويل،  چې دغه دوه بنديان د قتل او غلاوو په تور هر يو پر ١٦ کلونو بند محکوم شوي وو، چې دوه شپې وړاندې د دوشي ولسوالۍ له کيلګي زندان څخه وتښتېدل.

د کيلګي زندان د امريکا په مرسته په  سټنډرډ ډول جوړ شوى او په دې وروستيو کې د بغلان د مرکز پلخمري له زندان نه په سلګونو بنديان هلته لېږدل شوي دي.

رباطي وويل،  امنيتي ځواکونو د کيلګي زندان ١٤ منسوبين نيولي او د يادو زندانيانو د تېښتې په تړاو ترې څېړنې کېږي.

د بغلان د عدليې رياست د حقوقي مرستو امر نېک محمد فياض هم د دغو دوو بنديانو د تېښتې او د کيلګي زندان د ١٤ افسرانو د نيونې پخلى کړى دى.

بلخوا د بغلان زندان مدير وايي، د هغو څلورو بنديانو له ډلې، چې له سږني نوي کال نه يوه ورځ وړاندې د پلخمري له زندان څخه تښتېدلي وو او د زلمي په نوم يو تن يې بېرته نيول شوى دى.

نوموړى په وژنه تورن و او په وينا يې، بېرته زندان ته لېږدول شوى دى.

درې نور بنديان تېره مياشت د بغلان د کشفي منسوبينو په همکارۍ د کابل پوليسو له خوا په وزير اکبرخان روغتون کې ونيول شول.

د هغوى له ډلې يو تن له زندان نه د تېښتې پر مهال د پوليسو پر ډزو ټپي او د خپلو دوو ملګرو په مرسته د وزيراکبرخان روغتون ته لېږدول شوى و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.