ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پاکستان لاسوهنه دې بنده شي”

“د پاکستان لاسوهنه دې بنده شي”

author avatar
9 May 2013 - 17:30
“د پاکستان لاسوهنه دې بنده شي”
author avatar
9 May 2013 - 17:30

کابل (پژواک ١٩ غويى ٩٢): په کابل ښار کې لاريون کوونکو د پاکستان د بريد غندلو تر څنګ په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو د لا زياتې ونډې غوښتنه وکړه.  

سلګونو تنو نن سهار د ميوند واټ په څلورلارې کې د ده سبز، خوشحال خان مېنې او بګراميو ولسوالۍ له لوري په پلې توګه او موټرونو کې لاريون وکړ.

دغه لاريون د تره خېلو، هوتخېلو، ځاځيو، ځدراڼو او ساپيو قبيلو په ګډون د ملي يووالي ولسي خوځښت له لوري په لاره اچول شوى و.

لاريون کوونکو له ځان سره د “مرګ پر پاکستان، مرګ پر طالبانو، موږ داسې ټاکنې غواړو، چې د افغانستان ټول قومونه په کې ګډون ولري” شعارونه هم لېږدول.

د ملي يووالي ولسي تحريک مشر عبدالحيکم نورزي په خپله وينا کې وويل، چې افغانانو تل د هېواد له پولو ساتنه کړې او د پاکستان د ځانمرګو بريدونو او اټوم پر وړاندې به ولاړ وي او له هغوى څخه هېڅ ډار نه لري.

هغه د ګوشتې نښتې په اړه وويل: “که هرکله هم جګړې ته اړتيا وليدل شوه، نو ټول افغانان به يو موټي او د پاکستان د يرغل پر وړاندې به ودرېږي.”

نوروزي زياته کړه، که د پرديو له خوا د هېواد پر شمال، سوېل، ګوشته او يا د هېواد په هره بله سيمه بريد وشي، نو د هېواد ټول مېړني وګړي به د هغوى پر وړاندې په نره ودرېږي.

د تېرې اونۍ بريد، چې د ننګرها د ګوشتې ولسوالۍ په کونڅړۍ سيمه کې د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو تر منځ رامنځته شو، په ترڅ کې يې هغه دروازه، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري په ياده سيمه کې لګول شوې وه، د افغان ځواکونو له خوا له منځه يوړل شوه، چې په پايله کې يې يو افغان سرتېرى ووژل شو او همدارنګه ځينو پاکستاني سرتېرو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

خو درې ورځې وړاندې يو ځل بيا د دوى تر منځ هغه مهال نښته رامنځته شوه، چې پاکستاني ځواکونو يو ځل بيا د افغان سرتېرو په لاس د ورانې شوې دروازې د بيا جوړولو کار پيل کړ، چې په پايله کې يې د دواړو هېوادونو پنځه سرتېري ټپيان شول.

دغه کړنه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خلکو له خوا وغندل شوه او په افغانستان کې يې د پاکستان لاسوهنه په کلکه وغندله.

د المپيک کمېټې د بدن د ښکلا فدراسيون مشر باور خان هوتک، چې په دغه لاريون کې يې ګډون درلود، په خپلو خبرو کې ايران د هرات د سلما بند پر وړاندې د خنډونو پر جوړولو باندې تورن کړ او زياته يې کړه، چې دوى د پاکستان او ايران د يرغلونو پر وړاندې دفاع ته چمتو دي.

هغه زياته کړه، چې دغه دوه هېوادونه په  افغانستان کې خپلو لاسوهنو ته بايد د پاى ټکى کېږدي.

د هوتخېلو د سراسري قبيلې مشر محمديونس هوتک له خپل حکومت او ملي ځواکونو څخه د ملاتړ په څرګندولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل: “د ځينو کړيو له خوا د پښتنو سيمې د طالبانو او ورانکارو په نوم ياديږي، په داسې حال کې، چې يوه وړوکې ډله، چې د پاکستان له لوري يې ملاتړ کېږي، د پښتنو نوم بد کړى دى.”

هغه راتلونکو ټاکنو ته په اشارې سره په ډاکه کړه، چې حکومت بايد د هېواد په هر ګوټ کې امنيت ټينګ کړي، ترڅو خلک د هېواد په هر ځاى کې په ډاډه زړه د رايو صندوقونو ته ولاړ شي.

د لاريون کوونکو په پرېکړه ليک کې، په ټاکنو کې د خلکو پر ونډه او هغوى ته په ټاکنو کې د امنيت په خوندي کولو ټينګار شوى دى.

ټاکل شوې د هېواد ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ کال د وري مياشتې په ١٦ مه نيټه ترسره شي.

په پرېکړه ليک کې د عبدالحکيم شجاعي، قوماندان کمين او د قوماندان قدير پر محاکمه کولو هم ټينګار شوى او ادعا يې کړې، چې بې ګناه وګړي يې وژلي او که چېرې هغوى محاکمه نه شي، نو دوى به په خپله دغه اقدام وکړي.

په دغه ننني دوه ساعته سوله ييز لاريون کې د سينما پامير، حضوري چمن او پل خشتي سړکونه د ترافيکو پر مخ تړل شوي وو، چې وروسته بېرته پرانيستل شول.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.