کابل (پژواک ١٩ غويى ٩٢): ولسمشر حامد کرزي د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې پر لاريون کوونکو د ډزو د پېښې د څېړلو امر وکړ.
د کندهار چارواکو پرون ويلي وو، چې په ميوند ولسوالۍ کې د پاکستان پر ضد د لاريون پر مهال يو شمېر وسله والو د لاريون کوونکو له منځ څخه پر پوليسو ډزې کړې او وروسته يې ادعا وکړه، چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې ٨ وسله وال ووژل شول.
دغه راز ويلي يې وو، چې وسله والو د سپرليو پر موټرو هم ډزې کړې چې له امله يې درې چلوونکي وژل شوي او په سيمه کې د برېښنا درې پايې يې هم الوځولې دي.
خو ځايي اوسېدونکو ويلي وو، چې پوليسو پر عامو لاريون کوونکو ډزې کړې او مرګ ژوبله يې ورته اړولې وه.
د چارو د ادارې له خوا د غويي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي د ميوند د پېښې د څېړلو لپاره او د وژل شوو کسانو کورنيو ته د ولسمشر د خواخوږۍ او غمرازۍ د مراتبو رسولو لپاره يو پلاوى ټاکلى دى.
سرچينې زياته کړې، چې په قومي او قبايلي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمدصديق عزيز د دغه پلاوي مشري کوي او په کې د لويې څارنوالى استازى ډګر جنرال عبدالسلام عصمت، د چارو د ادارې استازى تورن جنرال سيدرحيم سعيد، د کورنيو چارو وزارت استازى سمونوال هادي ګل، د ملي امنيت د لوى رياست استازى ډګروال ارشاد او د سيمه ييزو ارګانونو استازى عبدالمتين اقرار شامل دي.
خبرپاڼې د ولسمشر حامد کرزي د دغه حکم په حواله ليکلي، پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د پرونۍ پېښې د قربانيانو له کورنيو سره د غمرازۍ ترڅنګ بايد د دې پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالى په سمه توګه وڅېړل شي او خپل راپور د ولسمشرۍ دفتر ته وسپاري.
Visits: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن