کابل ( پژواک ۱۹ غویی ) : ولسمشر حامد کرزي د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې د پاکستانیو ځواکونو په ډزو د وژل شوي سرتیري محمد قاسم ته د زړورتیا دولتی نښان ورکړ.
له ارګ څخه دغویي په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د شهید محمد قاسم کورنۍ نن په ارګ په داسې حال کې ولسمشر سره ولیدل، چې د ملي دفاع وزارت مرستیال د کورنیو چارو وزیر او د ننګرهار والي هم شتون درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددې مراسمو په پیل کې د چارو دادارې مشر ډاکټر صادق مدبر د ولسمشر فرمان ولوست چې پکې راغلي وو: (( د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د شهید محمد قاسم د ریښتینولی، رشادت او قهرمانۍ په ویاړ د هغه کورنۍ ته د زړور تیا مډال منظوروي.))
په دې فرمان کې ددوهم څارن فوق العاده رتبه له ۱۶ زرو افغانیو دوامداره معاش ، دوه سوه زره افغانیو نغدي مرستې او په جلال اباد ښار کې د څلور بسوې ځمکې منظوري هم ورکړل شوې ده.
د شهید قاسم مور له ولسمشر څخه د نښان ترلاسه کولو پر مهال ولسمشر څخه د مننې ترڅنګ د خپل زوی د شهادت له امله ولسمشر ته مبارکي ورکړه.
ولسمشر په دې مراسمو کې وویل چې دافغانستان ولس ویاړي چې د شهید محمد قاسم په څیر اولاد یې درلود.
هغه زیاته کړه : (( دا هیواد او ولسونه یې د شهید قاسم په څیر د ځوانانو لخواساتنه شوې ده .))
ولسمشر کرزي ویلي چې د افغانستان ولسونو شهید محمد قاسم ته درناوی او ویاړ وربخښلو، او دی د حکومت او خلکو په استازیتوب ددې ویاړلي شهید قدرداني کوی.
محمد قاسم تیره اونۍ د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې د پاکستان لخوا ددروازې او تاسیساتو د جوړولو پر سر در امنځته شوې نښتې پر مهال وژل شوی و.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن