ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ١٩ کلنو ملي لوبډله د کرکټ اسيايي سياليو اتله شوه

د ١٩ کلنو ملي لوبډله د کرکټ اسيايي سياليو اتله شوه

author avatar
11 May 2013 - 08:56
د ١٩ کلنو ملي لوبډله د کرکټ اسيايي سياليو اتله شوه
author avatar
11 May 2013 - 08:56

کابل (پژواک ٢١ غويی ۹۲): د افغانستان د ١٩ کلنو ځوانانو د کرکټ ملي لوبډلې په ماليزيا کې د اسيا د ايليټ کپ سياليو په پای لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته لويه ماتې ورکړه او د دغو سياليو اتلولي يې خپله کړه.

د لسو اسيايي هېوادونو د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلو په ګډون دا سيالۍ د غويي په ١٣مه په ماليزيا کې پيل شوې وې او نن پاى ته ورسېدې. 

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غويي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پاى لوبې پچه د متحده عربي اماراتو د ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې يا بيټينګ کولو پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه، چې د افغاني ځوانانو د ښې توپ اچونې له امله د اماراتو لوبډله په ٢٧ اورونو کې يواځې په ٥٧ منډو وسوځېده او افغانستان ته يې د ٥٨ منډو هدف کېښود.

د افغانستان له لوري ضياء الرحمن ٤، حشمت الله شاهدي ٣، ظاهر شهزاد او سيد شېرزاد يو يو لوبغاړي وسوځول.

هوتک وايي، چې د افغانستان د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره په يوولسم اوور کې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له لوري حشمت الله شاهدي ٥٠ او منګل ٦ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبغاړو د ملي لوبډلې پياوړى لوبغاړى حشمت الله شاهدي يو ځل بيا د غوره لوبغاړي په توګه اعلان شو.

په دې بريا سره افغانستان په ماليزيا کې د اسيا د ١٩ کلنو لوبغاړو د ايليټ جام سياليو اتلولي هم خپله کړه.

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډله په دغو سياليو کې بې سارې لوبه وکړه او خپلې ټولې لوبې يې وګټلې، په ګروپي سياليو کې يې تايلينډ، اماراتو، سعودي عربستان او هانګ کانګ ته ماتې ورکړه او په نيمه پاى لوبه کې يې له کوربه ماليزيا لوبه وګټله.

د يادونې ده چې افغانستان پرون ماليزيا ته په ماتې ورکولو سره د ١٩ کلنو لوبغاړو نړيوال جام ته لاره ومونده، چې ټاکل شوې، راتلونکى کال په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان او روزونکی رييس احمدزی وايي، چې د ۱۹ کلنو ځوانانو ملي لوبډله د ماليزيا په سياليو کې تر هر وخت پخوا ډېر ښه وځليده او د کرکټ په هره برخه کې يې خپله وړتيا وښوده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې له دغو سياليو مخکې د ځوانانو لوبډلې لپاره د هېواد دننه او بهر روزنيز پروګرامونه په لاره اچول شوي وو، چې ډېر ګټور ثابت شول.

د افغانستان د کرکټ بورډ لوی رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود د کرکټ بورډ اجرائيوی رييس ډاکټر نورمحمد مراد او ټولې ادارې د دې بريا او لاسته راوړنې له امله د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې او ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.

شهزاده مسعود پژواک اژانس ته وويل، چې ځوانانو هم د خپلو مشرو لوبغاړو په څېر اسيايي اتلولي ترلاسه کړه او په دې بريا سره جوتيږي چې د افغانستان د کرکټ راتلونکى روښانه دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.