هرات( پژواک ٢٢ غويى ٩٢) د هرات د رباط سنګي په سيمه کې د مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله پنځه کسه مړه او ١٦ نور ټپيان دي.
د هرات د والي وياند محي الدين نوري د غويي په ٢٢مه پژواک اژانس ته وويل ،چې پرون ماښام ناوخته د هرات رباط سنګي تر منځ سيمه کې د يو فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله ياده مرګ ژوبله رامنځ ته شوې.
نوموړى وايي په مړو شوو کسانو کې يو ماشوم او يوه مېرمن هم شامله ده او د پېښې نور ټپيان يې د درملنې په موخه د هرات ښار روغتون ته لېږدولي دي.
د هرات د روغتون يو تن ډاکټر ،چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي ١٦ ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته ور وړل شوي ،چې د څلورو تنو روغتيايي حالت ښه نه دى.
دغه ډاکټر وايي په هرات کې د ترافيکي پېښو ګراف لوړ شوى او نيږدې هره ورځ روغتون ته د دې ډول پېښو ټپيان ور وړل کيږي .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن