لښکرګاه (پژواک، ٢٣ غويى ٩٢): د هلمند امنيتي مسوولين وايي، چې په موسى کلا ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد وشو.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمداسماعيل هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې بجو د موسى کلا په لنډۍ ناوه سيمه کې رامنځ ته شوه.
ده زياته کړه، يوه ځانمرګي بريدکوونکي غوښتل، چې د ګورجستانيو ځواکونو قرارګاه ته ځان ورسوي، خو له رسېدو مخکې يې په لاره کې ځان ته چاودنه ورکړه.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې يواځې بريدکوونکى وژل شوى او نوره مرګ ژوبله نه لري.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، چې له چاودېدونکو توکو ډک يو کرولا موټر يادې قرارګاه ته روان و، چې په لار کې يې چاودنه وکړه.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا دعوه کوي، چې په دې ډله ييز ځانمرګي بريد کې يې تردې دمه (د مازيګر شاوخوا پنځه بجې) ١٧ بريتانويان وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي او جګړه لا دوام لري.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن