اسعد اباد (پژواک٢٣غويى٩٢): د کونړ چارواکي وايي، چې په مرورې ولسوالۍ کې د هاوان په بريد کې څلور پوليس ټپيان شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته وسله والو طالبانو د مرورې په ورسک سيمه کې د پوليسو پر يوې پوسته د هاوان بريد کړى دى.
د ده په وينا، په دغه بريد کې دوه سيمه ييز او دوه ملي پوليس ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، ټپي شوي پوليس د اسعداباد ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کونړ د اسعداباد د ملکي روغتون رييس فاروق سهاک پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته څلور پوليس په ټپي حالت کې وروړل شوي دي.
ده زياته کړه، د ټپيانو له ډلې د يوه تن ټپونه سخت وو، چې له سطحې درملنې وروسته کابل ته استول شوى دى.
بل پلو ته وسله والو طالبانو په دغه بريد کې د ٦ پوليسو د وژلو دعوه کړې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن