ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارګ د پوځي اډو په اړه دامریکا دسفارت څرګندونې رد کړې

ارګ د پوځي اډو په اړه دامریکا دسفارت څرګندونې رد کړې

author avatar
14 May 2013 - 20:54
ارګ د پوځي اډو په اړه دامریکا دسفارت څرګندونې رد کړې
author avatar
14 May 2013 - 20:54

کابل ( پژواک ۲۴ غویی ۹۲ ) : د ولسمشر ویاند دامریکا د سفارت هغه څرګندونې رد کړې چې ګوندې دوی له افغانستان څخه ۹ پوځي اډې نه دي غوښتي .

ولسمشر حامد کرزي تیره اونۍ په کابل پوهنتون کې د وینا پر مهال په ډاګه کړې وه، چې په امنیتي سند کې امریکا له افغانستان څخه ۹ پوځي اډې غوښتي دي.

هغه  زیاته کړې وه، چې امریکا دغه اډې په جلال اباد، بګرام، مزار شريف، کابل، ګردېز، کندهار، هلمند او د هرات په شينډنډ کې غواړي.

خو په  کابل کې د امریکا سفارت وايي، تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځي اډو په اړه د ولسمشر حامد کرزي تېرې څرګندونې “ناسمې” دي.

د امریکا د سفارت مرستیال  هوګو لورینز چې په کابل کې یې خبرې کولې زیاته کړې ، چې امریکا له افغان اړوندو چارواکو سره په افغانستان کې د احتمالي جوړېدونکو امریکايي پوځي اډو د شمېر او ځای په اړه هېڅ خبرې نه دي کړې.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي د  غویي په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې د امریکا دسفارت دمرستیال یادې څرګندونې رد کړې او ویې ویل چې ولسمشر حامد کرزي یادې څرګندونې دامریکا د وروستیو غوښتنو پر اساس کړې دي.

هغه زیاته کړه : (( امریکایي پلاوو د افغانستان حکومت سره د امنیتي سند په اړه په وروستیو خبرو او ناسته کې نه یواځې په څرګنده توګه د نهو اډو غوښتنه وکړه، بلکې هغه ښارونه یې هم په ګوته کړل چې دوی غواړي هلته پوځي اډې ولري.))

د نوموړي په وینا، د امریکا د نه غوښتې په صورت کې ولسمشر دیوه مسوول مقام په توګه څه ډول کولی شي چې دا ډول څرګندونې وکړي؟

فیضي وایي چې دا دافغانستان د ولسمشر مسوولیت او دنده ده تر څو هغه مسايل چې ملي حاکمیت او له ولس سره تړاو لري، له خلکو سره یې شریک او ورته یې په ډاګه کړي.

د ولسمشر ویاند وویل، اوس هغه پخواني وختونه تیر شوي چې بهرنیو قدرتونو او هیوادونو د افغانستان پر حکومت فشار راوړل او خپلې غوښتنې پرې پرته له دې چې ولس په جریان کې شی، منل .

هغه زیاتوي چې په افغانستان کې یو دیموکراتیک نظام فعال دی او ټولې مهمې موضوع ګانې له ولس سره شریک کیږي.

که څه هم دافغانستان او امریکا حکومتونه د نهو اډو په اړه ثبوتونه او شواهد په لاس کې نه لري، خو ویل کیږي چې امریکا پرته له دې چې له کانګریس سره دا موضوع شریکه کړي، له افغانستان څخه یې یادې اډې غوښتي دي.

سرچینې زیاتوي چې اوس د سپینې ماڼۍ او کانګریس ترمنځ پر دې موضوع اختلافات راپیدا شوي دي، ځکه  نو سپینه ماڼۍ له دې خبرې انکار کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.