ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږ ماين جوړوونکي ونيول شول

شپږ ماين جوړوونکي ونيول شول

author avatar
14 May 2013 - 14:07
شپږ ماين جوړوونکي ونيول شول
author avatar
14 May 2013 - 14:07

هرات (پژواک ٢٤ غويى ٩٢): چارواکي وايي، چې د هرات په شينډنډ کې يې په يو جومات کې شپږ ماين جوړوونکي او شاوخوا سل کيلوګرامه چاودېدونکي توکي نيولي دي.

په هرات کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو وياند ډګروال نجيب الله نجيبي د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کسان يې تېره شپه د شينډنډ په عزيز اباد سيمه کې نيولي دي.

د نوموړي په وينا، دغه ماين جوړوونکي يې د يو کشفي راپور له مخې، چې غوښتل يې په ښار کې چاودنه ترسره کړي، ونيول.

دغه کسان په داسې حال کې نيول کېږي، چې د هرات په ګډون د لوېديځ په څلورو ولايتونو کې د عقاب په نوم عمليات روان دي.

د يو بل خبر له مخې، د هرات پوليسو د شراب جوړولو يوه دستګاه له منځه وړې او ١١٠ بوتله شراب يې ترلاسه کړي دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه دستګاه يې د ګذرې ولسوالۍ په يو کور کې ومونده او له منځه يې يووړه.

د نوموړي په وينا، د کور څښتن په تېښته بريالى شوى او پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.