ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې

په افغانستان کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې

author avatar
14 May 2013 - 16:20
په افغانستان کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
author avatar
14 May 2013 - 16:20

کابل (پژواک ٢٤ غويى ٩٢) : افغانستان د مور او ماشوم د روغتيايي وضعيت په ښه والي کې د نړۍ د هېوادونو ترمنځ له ١٧١مې درجې ١٤٥مې درجې ته راغلى دى.

د عامې روغتيا وزارت په يوه خبره پاڼه کې، چې نن پژواک اژانس ته رالېږل شوې راغلى، چې دغه مطلب د ماشومانو د ملاتړ د نړيوال بنسټ (Save the Children) د ٢٠١٣ زېږديز کال په راپور کې راغلى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه راپور څرګندوي، چې په افغانستان کې  د ميندو او ماشومانو د مړينې په کچه کې د پام وړ ټيټوالى راغلى دى.

سرچينې ليکلي: “د ماشومانو د ملاتړ د نړيوال بنسټ ورکړل شوې احصايې ته په پام سره، په ريښتيا هم چې په افغانستان کې د ماشومانو او ميندو په روغتيايى وضعيت کې د تېرو لسو کلونو په لړ کې مثبت بدلونونه راغلي دي .”

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نن په افغانستان کې له هرو لسو نوو زېږېدلو ماشومانو څخه يواځې يو له پنځه کلنۍ مخکې مري،  په داسې حال کې چې لس کاله وړاندې په افغانستان کې له هرو څلورو زېږېدونکو ماشومانو يو يې له پنځه کلنۍ مخکې خپل ژوند له لاسه ورکاوه.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې اوسمهال په هرو دوو ساعتونو کې په هېواد کې يوه مور د اميندوارۍ او زېږون له امله مري، په داسې حال کې چې لس کاله وړاندې په هرو ٢٧ دقيقو يا نيم ساعت کې د دې ناروغۍ له امله يوې مور خپل ژوند له لاسه ورکاوه.

د خبرپاڼې له مخې، اوسمهال په کې د زېږون يوه پر درې پېښې د ماهرو، روزل شوو او مسلکي کسانو له خوا ترسره کېږي او د اميندوارۍ پر مهال ٦٠ سلنه ميندې لږ تر لږه يو ځل ډاکتر ته ځي او له روغتيايي خدمتونو برخمنې کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هرې ورځې په تېرېدو د روغتيايي مرکزونو په رامنځته کېدو د مسلکي قابلو په روزنه، د بنسټيزو روغتيايي اسانتياوو غښتلتيا، پر باوري روغتيايي خدمتونو تمرکز، د اميندوارو ميندو او ماشومانو معافيت، د ماشومتوب دورې جامع او بنسټيزه درمنله او د ماهرينو ولادي کارکوونکو په مرسته خوندي زېږون، ټول له هغو عواملو دي،  چې د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه يې کمه کړې ده.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د هېواد په روغتيايي مرکزونو کې ٣٥٠٠ قابلې په کار بوختې دي، په داسې حال کې چې لس کاله وړاندې دغه شمېره ٤٥٠ تنه وه.

سرچينې ليکلي، چې له ماشومانو د ملاتړ نړيوال بنسټ د راپور پر اساس افغانستان د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دى، چې د نړۍ په کچه په کې د ميندو او ماشوم د مړينې کچه لوړه ده ، په نهمه درجه کې ځاى لري او دغه کچه په کې خورا کمه (دوه سلنه) ښودل شوې ده.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې،  په هندوستان کې د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه ٢٩ سلنه، په نايجيريا کې ٩ سلنه، پاکستان کې ٦ سلنه، چين کې ٥ سلنه ، کانګو ديموکراتيک جمهوريت کې ٥ سلنه، جبشه کې ٣ سلنه، بنګله دېش کې درې سلنه، اندونيزيا، افغانستان او تانزانيا کې ٢ سلنه ده.

د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې د ياد راپور پر بنسټ راغلي،  چې په نړۍ کې ٤٠ ميليونه اميندوارې ميندې د نسايي ولادي ماهرينو له مرستې پرته زېږون کوي، په ورځني ډول ٨٠٠ ښځې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي او ٨٠٠٠ زره نوي زېږېدلي ماشومان د خپل ژوند په لومړۍ مياشت کې مري.

د دغه راپور په له مخې، په ټوله نړۍ کې په کلني ډول ٣ ميليونه نوي زېږېدلي ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي او د ډېرى هغو د مړينې لامل د وقايې او درملنې وړ ناروغۍ لکه د زېږون پر مهال مصابيتونه او ختلالاتو او تر وخت وړاندې زېږون، چې په دې منځ کې يو ميليون نوي زېږېدلي ماشومان د زېږون په ورځ مري او دوه ميليونه نور په لومړۍ اونۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه راپور پر بنسټ د ميندو او نوو زېږېدلو ماشومانو د مړينې کچه مخ پر ودې هېوادونو کې په ترتيب سره ٩٨ او ٩٩ ده ، دا هغه هېوادونو دي، چې اميندوارې ميندې او نوي زېږېدلي ماشومان کمو روغتيايي بنسټيزو خدمتونو ته لاسرسى لري.

له بلې خوا په دغه راپور کې راغلي، چې له ١٩٩٠ لمريز کال نه را په دېخوا له پنځه کلنۍ نه د ښکته عمر لرونکو ماشومانو د مړينې کچه له ١٢ ميليونو څخه ٦،٩ميليونو ته راټيټه شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې د نړۍ په کچه د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه هم له ١٩٩٠ زېږديز کال نه را په دېخوا نږدې پنځوس سلنه کمه شوې ده.

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.