کابل-غزني (پژواک ٢٤ غويى ٩٢): د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو ١٢ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کابل کې د ملي دفاع وزارت له خوا د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو دغو سرتېرو ته ياده مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په فراه، ميدان وردګو، هلمند، کندهار او هلمند ولايتونو کې اوښتې ده.
سرچينه زياتوي، چې په دغو پېښو کې څلور سرتېري وژل شوي او اته نور ژوبل دي.
د يو بل خبر له مخې، په غزني ښار کې تېره شپه د يوې چاودنې له امله دوه پوليس وژل شوي دي.
دا چاودنه د غزني ښار اړوند د ګنج په سيمه کې د ښار د دويمې حوزې د مرستيال پر ساتونکو شوې ده.
د غزني د والي وياند نبي جان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې د حوزې د امر زمري دوه ساتونکي وژل شوي او موټر يې هم ويجاړ شوى دى.
د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت وايي، چې دوى ته له يادې پېښې دوه مړي او يو ټپي ور وړل شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې چاودنه کې درې پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن