ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز محبس ٢٠ بنديان ازاد شول

د کندوز محبس ٢٠ بنديان ازاد شول

author avatar
15 May 2013 - 15:36
د کندوز محبس ٢٠ بنديان ازاد شول
author avatar
15 May 2013 - 15:36

کندوز (پژواک ٢٥ غويى ٩٢): د کندوز ولايت له محبسه ٢٠ بنديان په داسې حال کې خوشي شول، چې په دغه زندان کې د اوسېدو د ځاى د تنګوالي له ستونزې خبرې کوي.

ياد بنديان نن د ولسمشر د عمومي بښنې د فرمان له مخې د غويي د اتمې په مناسبت (د مجاهدنو د بريا ورځ) خوشي شول.

د کندوز د مرکزي محبس د پېژند امر سمونوال بهار پژواک خبري اژانس ته وويل، په ازاد شوو دغو بنديانو کې ١٥ نارينه او يوه ښځه شامل دي، چې د غلا، اخلاقي فسادو او ترافيکي پېښو په تور پر يو تر يونيم کال بند محکوم شوي وو او د بند موده يې کمه پاتې وه.

هغه زياته کړه، چې څلور ماشومان د کندوز د ماشومان د روزنې او اصلاح له مرکز څخه هم را خوشي شول، چې په جنايي جرمونو کې يې لاس درلود.

سمونوال بهار زياته کړه، چې د کندوز په محبس کې د ٣٨ ښځو په ګډون ٧٩٥ تنه بنديان دي، چې د ولسمشر د بښنې د عمومي فرمان له مخې د ١٣٩ بنديانو د بند په موده کې له درېيو تر شپږو کالو کموالى هم راغلى دى.

خو بنديانو په دغه زندان کې د ځاى له تنګوالي شکايت کوي.

د کندوز ولايت د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکى احمد ِضياء چې د غلا په تور پر يوه کال بند محکوم شوى و او د شپږو مياشتو له تېرېدو وروسته خوشى شوى وايي: ((زموږ اوبه او ډوډۍ ښه وه، خو ځاى مو تنګ و.))

هغه زياته کړه، چې په يوې خونې کې له ١٠ څخه تر ٢٥ کسو ساتل کېدل، له همدې امله بنديان له ستونزو سره مخ دي.

د کندوز ولايت د محبس امر هم وويل، چې د کندوز د محبس ودانۍ٤٠ کاله وړاندې جوړ شوې، چې زاړه او وراسته دېوالونه لري، اړتيا ده چې محبس ته نوې ودانۍ جوړه شي.

د يادونې ده، چې دوه ورځي وړاندې د هرات ولايت له محبس څخه هم ٩٧ زندانيان د ولسمشر د بښنې د عمومي فرمان له مخې خوشي شوي وو.

Visits: 15

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.