ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې د پاکستان پر ضد لاريون وشو

سرپل کې د پاکستان پر ضد لاريون وشو

author avatar
15 May 2013 - 14:55
سرپل کې د پاکستان پر ضد لاريون وشو
author avatar
15 May 2013 - 14:55

مزارشريف (پژواک ٢٥ غويى ٩٢): د سرپل په مرکز کې د پاکستان پر ضد او د افغان ځواکونو په ملاتړ د عامو خلکو له خوا سوله ييز لاريون وشو.

دغه لاريون، چې د غويي په ۲۵مه د سرپل د مرکز له سرچوک څخه پيل او تر چمن ساحې پورې ورسېد، د بېلابېلو سيمو اوسېدونکو، ديني عالمانو، زده کوونکو، دولتي کارکوونکو، د ښار دوکاندارانو او داسې نورو عامو خلکو د پاکستان پر خلاف او د خپلو افغان ځواکونو په ننګه شعارونه ورکول.

د سرپل ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال سخي داد حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه لاريون نن سهار اته بجې پيل او شاوخوا لس بجې پای ته ورسېد.

نوموړي زياته کړه، چې لاريون د کوم ګوند يا ټولنې له خوا نه، بلکې عام ولس د خپلو ځواکونو په ملاتړ او د پاکستان پر ضد پر لاره اچولى و.

د هغه په وينا، د لاريون کوونکو شمېر نږدې ۴۰۰ تنو ته رسېده، چې په اوږدو کې يې د پاکستان پر خلاف شعارونه ورکول او په ډيورنډ کرښه له پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې  د وژل شوي سرتېري قاسم خان روح ته يې دعاګانې کولې.

د لاريون يوه سمبالوونکي محمد عادل سرپلي پژواک اژانس ته وويل، دوی هم د هېواد د نورو ولايتونو د اوسېدونکو په څېر د خپلو ځواکونو د ملاتړ او د پاکستان پر ضد سړکونو ته راوتي دي.

نوموړي پاکستان د افغانستان يواځېنى دښمن وباله، چې د افغانانو خير نه غواړي او تل هڅه کوي، چې دغه هېواد په جګړو کې ښکېل پاتې شي.

د لاريون يو بل ګډونوال او د سرپل ښار دوکاندار قربان علي، چې په پوره احساساتو يې خبرې کولې، پژواک اژانس ته وويل، چې دی پر ډيورنډ کرښه وژل  شوي سرتېري قاسم خان ته د ملي اتل په سترګه ګوري.

نوموړي زياته کړه،  دی چمتو دی چې د خپل هېواد د دښمنانو پر خلاف وسله پورته کړي او د خپلو ځواکونو په ننګه ودرېږي.

د امنيت امر وويل، چې لاريون شاوخوا لس بجې په سوله ييزه توګه پای ته ورسېد.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې وروسته له هغه د پاکستان پر ضد لاريونونه پيل شوي، چې د دغه هېواد ځواکونو د  ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې دروازه او تاسيسات جوړ او بيا يې پر افغان ځواکونو بريدونه وکړل.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.