غزني (پژواک، ۲۶ غويى ۹۲): چارواکي وايي،چې د غزني په ده يک ولسوالۍ کې يې د عملياتو په ترڅ کې اوه وسله وال وژلي او اته تنه يې له وسلو سره ژوندي نيولي دي.
د ده يک ولسوال حاجي فضل احمد د غويي په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل ،چې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو دغه وسله وال په نښه کړل.
د نوموړي په وينا،دغه عمليات د علي کلا په سيمه کې ترسره شول ،چې په پايله کې يې اوه وسله وال ووژل شول او اته تنه ژوندي ونيول شول.
د ده په خبره ،عملياتو درې ساعته دوام وکړ،چې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته په کې کوم زيان نه دى اوښتى .
خو د سيمې اوسېدونکي وايي، چې د جګړې تر څنګ بمبار هم شوى ده ،چې په کې څلور وسله وال وژل شوي دي .
د علي کلا اوسېدونکى ميراحمد وايي:(( نيول شوي کسان ملکي خلک دي او له وسله والو سره هيڅ اړيکه نه لري .))
نوموړي پژواک اژانس ته وويل ،چې په عملياتو کې د افغان ځواکونو تر څنګ بهرني ځواکونه هم و،چې په زور د خلکو کورونو ته ننوتل او د کور نارينه يې له ځانه سره بوتلل .
د سيمې يو بل اوسېدونکى مجيدالله هم وايي، چې افغان او بهرنيو ځواکونو د څو کورونو دروازې په راکټونو ويشتلي او له هغه وروسته يې د کورنيو نارينه له ځانه سره بيولي دي .
د ده په خبره، د علي کلا لس تنه يې بيولي دي ،چې ټول ملکي وګړي دي او له وسله والو سره يې کومې اړيکې نه لرلې .
خو د ده يک ولسوال د خلکو خبرې نه مني او زياتوي ،چې وژل شوي او ژوندي نيول شوي ټول وسله وال طالبان دي.
بهرنيو ځواکونو او وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن