ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځانمرګي بريد اتو ملګي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

ځانمرګي بريد اتو ملګي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
16 May 2013 - 13:07
ځانمرګي بريد اتو ملګي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
16 May 2013 - 13:07

ښرنه ( پژواک، ٢٦ غويى ٩٢) : چارواکي وايي ، چې د پکتيکا په سروبي ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد يوتن وژلى او د ولسوالۍ د پراختيايي شورا د مشر په ګډون اوه تنه ټپيان دي.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ د غويي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل،بريد نن نږدې غرمه مهال ترسره شو،چې  يو دوکاندار يې وژلى او د پراختيايي شورا د مشر شېرزمان په ګډون يې اوه ملکي وګړي ټپيان کړي دي.

د امنيه قوماندان په وينا، د پېښې ټپيان يې د درملنې په موخه د ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي دي.

د پېښې يو تن عيني شاهد محمد اکبر وايي ،چې ځانمرګي بريد د سدوزي او اميرمحمد په نومونو دوه تنه وژلي  دي .

نوموړي پژواک اژانس ته وويل،د پېښې اوه تنه ټپيان ټول ملکي وګړي او د بازار هټيوال دي ،چې اوس د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د نوموړي په خبره، پېښه د سروبي ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوه،چې ښايي موخه به يې قومي مشر او د پراختيايي شورا رييس شيرزمان و.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.